Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند کې د سوېلي آسیا مقرراتي ادارو دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده

هند کې د سوېلي آسیا مقرراتي ادارو دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/14

د هند په کوربه توب د سوېلي آسیا مقرراتي ادارو ۲۵  ناسته چې  د سه شنبې پر ورځ  نوي ډیلي کې پيل شوې وه، د چهار شنبې پر ورځ (د ۱۴۰۳ کال د لړم پر ۲۳ مه) پای ته ورسېده.   

د اترا ادارې سرپرست مولوي سید برات شا آغا ندیم پر مشرۍ پلاوي د سوېلي آسیا مقرراتي ادارو په دغه ناسته کې ګډون کړی.

د دغې ادارې ویاند جلال الدین شمس وايي، په دې ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو په سیمه کې د مخابراتي سکټور د پراختیا او عملي کولو په اړه خبرې وکړې.

شمس په دې اړه وايي:« دا  غونډه چې د هند هېواد په کوربه توب جوړه شوې، د سوېلي آسیا د مقرراتي ادارې رییسانو او ټاکل شویو استازو په کې ګډون کړی. یاده غونډه کې به چې د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر له ۱۱ تر ۱۳ به ادامه ولري، د سیمې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د ودې او پراختیا په برخه کې د مخابراتو او معلوماتو، تجربو شریکولو او ټکنالوژۍ په برخه کې د نویو پرمختګونو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشي.» 

په نوي ډیلي کې د سوېلي آسیا مخابراتي تنظیم کوونکو ادارو یاده ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو او کارپوهانو ګډون درلود.

د سیاسي چارو کارپوهان په سیمه کې له هند سره د مخابراتي خدمتونو د تنظيم او پراخولو او دغه راز اقتصادي او تعلیمي برخو کې تعامل، د افغانستان ټکنالوژیکي سیسټمونو د پرمختګ او اقتصادي  ثبات لپاره مهم ګڼي.

د دوی په خبره، له هند سره تعامل به د سیمې نور هېوادونه وهڅوي چې له افغانستان سره همکاريو ته زړه ښه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « لومړی خو دا چې له هند  سره اړیکې د افغانستان پر ګټه دي؛ ځکه هند یو با نفوذه، صنعتي او تولیدي هېواد دی او له افغانستان سره ښې تاریخي اړیکې لري او تل یې بلاعوضه مرستې کړې دي. بله خبره دا ده چې هند به خامخا په سیمه کې فعاله کېږي؛ ځکه چې دوی د امریکا له جمهوري غوښتونکو سره ښې اړیکې لري او ټرمپ په خپله لومړنۍ دوره کې هند ته سفر درلود او ګڼ تړونونه یې لاسلیک کړل. امریکا هند ته د یوه نیږدې شریک په سترګه ګوري او باور هم پرې لري. ښايي دوی په ګډه په سیمه کې چارې مخته یوسي. همدارنګه هند هم لېواله دی چې له افغانستان سره اړیکې جوړې کړي او افغانستان ته هم ښه فرصت دی چې دا اړیکې جوړې کړي او د ملي ګټو پر بنسټ تعامل ته سره ورسېږي.»

ځېنې نور بیا په سیمه کې د هند د عصري ټکنالوژۍ پرمختګ او اقتصادي پیاوړتیا ته په کتو، له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې له هند سره په یادو برخو کې اغېزمنې اړیکې ورغوي او نوی ډهلی وهڅوي چې په افغانستان کې د ټکنالوژۍ د پرمختیا لپاره همکاري وکړي.

د سیاسی چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « موږ ډېرې نورې مهمې برخې هم لرو، چې باید د اړوند وزارتونو استازي یې هند ته سفرونه وکړي او له دې هېواد سره اړیکې ټینګې شي. د اقتصاد وزارت دی، د بهرنیو چارو وزارت پلاوی، د عامې روغتیا وزارت پلاوی باید هلته لاړ شي او له هند سره په خپلو برخو کې تړونونه وکړي.»

د سوېلي آسیا په مقرراتي ادارو کې د هند، نیپال، بنګله دېش، افغانستان، سریلانکا، پاکستان، بوتان، ایران او مالدیف هېوادونو استازو ګډون کړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist