هند کې د الوتکې غورځېدلو له امله د مړو شمېر ۱۸ ته ورسېد.
الوتکه د کرېلا ښار هوايي ډګر سره غورځېدلې چې په کې دواړه پیلوټان وژل شوي او ۱۲۶ نور ټپیان شوي هم دي.
د هند هوايي چلند ادارې مشر ویلي، په دې الوتکه کې هغه مسافر لېږدول کېدل چې په بهرني هېوادونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله بند پاتې وو.
چارواکو زیاته کړې چې الوتکه ځکه له خپل اصلي مسیره وتلې چې سیمه کې سخت باران ورېدو.











