Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هند کابل کې خپل سفارت ته تخنیکي ډله راستولې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/25

له  څه باندې يولسو مياشتو وروسته  هند په کابل کې خپل سفارت ته د تخنيکي ډلې په راليږو سره په افغانستان کې خپل ډيپلوماټيک حضور بیا پیل کړ.

د یاد هېواد بهرنيو چارو وزرات په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، افغانستان ته يې د تخنيکي ډلې لیږلو موخه له  زلزله ځپلو سره د بشري مرستو څار او تنظیم کول دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:«د افغانستان له خلکو سره زموږ د پرلپسې ښکېلتیا او د بشري مرستو د اغېزمنې همغږۍ او څارنې لپاره د هند یو تخنیکي ټیم کابل ته رسېدلی دی او هلته زموږ په سفارت کې ځای پر ځای شوی دی.»

د  افغانستان اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت بیا  د هند د يادې پريکړې هر کلی کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د نړیوالو اصولو پر اساس کابل کې د ټولو هېوادونو د سفارتونو امنیت نیول شوی او هند ته یې هم ډاډ ورکړی دی،چې د سفارت ډیپلوماتانو او کارکوونکو  امنیت په تړاو دې اندېښنه نه لري.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي  وايي:«  د هند د هغې پریکړې هرکلی کوو،چې یو ځل بیایې په کابل کې خپل سفارت ته ډیپلوماتان او کاري ټیم را واستول او غواړي،چې له  افغان ولس سره خپلو اړیکو او بشري مرستو ته  دوام ورکړي.» 

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي کابل کې د هند سفارت ته د تخنیکي ټیم راتګ د افغانستان او هند  ترمنځ د اړيکو د پیل لپاره غوره اقدام ګڼي. 

دوی وايي،افغانستان کې د هند ډیپلوماتک فعالیت بیا پيل دا په ډاګه کوي،چې افغانستان له نړيوالو سره په اړيکو او تعامل کې د پرمختګ په حال کې دی.

د  سياسي چارو شنونکی نورالرحمن  وايي:« په کابل کې د هند سفارت بیا پرانېستل  کېدل، دا په نړیوالو اړیکو کې له موږ سره ډېره مرسته کوي. نړۍ پر موږ خپل باور زیاتوي. په دویم قدم کې که چېرې هند وغواړي،چې له موږ سره مرسته وکړي، نو دوی په خپل لاس دا مرستې رالېږدولی شي او دلته له افغان ولس سره دوی مرسته کولای شي.» 

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر اجمل زرمتی بیا وايي، هند له  افغانستان سره اوږدمهاله سياسي او اقتصادي اړيکي لري او د سفارت پرانېستلو سره به پدغو برخو کې شته ستونزې حل او د کابل او نوي ‌ډهلي  اړیکې به پراخې شي.

زرمتی زیاته کړه:« دا یو ډېر ښه زیری دی،ځکه موږ له هند سره اوږدمهاله سیاسي، سوداګریزې او اقتصادي اړېکې لرو. همدا اوس هم زموږ ناروغان دلته پاتې دي او یو شمېر هلته ( هند) کې پاتې دي. زموږ زده کړیالان له سختو ستونزو سره مخ دي. » 

هند دتېر کال د اګست په پنځلسمه نیټه واک ته د اسلامي  امارت رسیدو سره خپل ټول دیپلوماتان له افغانستانه وویستل او سفارت یې تړلی و.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist