Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل او تهران د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی

هند له ایران سره د چابهار بندر مدیریتي چارو ترلاسه کولو ۱۰ کلن قرارداد لاسلیک کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/16

له درې کلن ځنډ وروسته، هند له ایران سره د چابهار سوداګریز بندر د مدیریتي چارو د ترلاسه کولو او په بدل کې یې هلته د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پانګونې او پراختیا ۱۰ کلن قرارداد لاسلیک کړ.

دغه قرارداد ورمه ورځ د هند کښتۍ چلونې وزیر او ایراني سیال او د دغه هېواد ښارجوړونې وزیر ترمنځ لاسلیک شو چې دواړو خواوو ترې اصلي موخه د هند، ایران او افغانستان لپاره د اسانتیاوو برابرول او د سوداګرۍ او سیمه‌ییزو اړیکو پیاوړتیا ښودلې.

هندي او ایراني چارواکو دغه تړون تاریخي شېبه بللې چې په وینا یې نه یوازې د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل کېږي، بلکې ورسره به نړیوالو بازارونو ته د هند د لارموندنې سبب شي.

د هند د کښتۍ چلونې وزیر ساربانادا سونووال وايي: « دغه قرارداد نه یوازې دا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل کیږي، بلکې نړیوالو هېوادونو او اوبو ته د هند د لار موندنې لپاره یو ستر ګام دی.»

خو له دې هوکړې وروسته امریکا د هند دغه اقدام ته غبرګون ښودلی.

 امریکا د دې اقدام پر وړاندې د احتمالي بندیزونو او بالقوې ګواښونو خبرداری ورکړی او هند یې پر دې پرېکړې او خپل بهرني سیاست بیاکتنې ته رابللی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د وړمې ورځې په خبري کنفرانس کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، هر هغه کمپنۍ چې له ایران سره سوداګریزې راکړې ورکړې او د هرراز اړیکو د پراختیا او ټینګښت په لټه کې وي، باید د احتمالي ګواښونو او بندیزونو له خطره یې باخبروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل وايي: « تاسو به دا اورېدلي وي چې موږ په مکرر ډول څو ځله دا ویلي، هر هغه کمپنۍ چې له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي، باید د خپلې دې چارې د بالقوه ګواښونو او خطرونو او احتمالي بندیزونو څخه باخبره وي.»

له دې خبرداریو وروسته د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر له امریکا سره د خبرو اترو او قناعت له لارې د دې مسالې د حل غوښتنه کړې.

خو له دې هرڅه سره افغانستان لپاره د دې بندر ګټې څه کېدای شي؟

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د چابهار بندر افغانستان لپاره د پاکستان کراچۍ بندر په پرتله تر ټولو نږدې او ښه بدیل بولي او وایي، یاده لاره به په راتلونکي کې د هند په ګډوڼ نړیوالو سوداګریزونو مارکېټونو ته د افغاني کرنیزو، صنعتي او کاني توکو د انتقال لپاره غوره تمامه شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: « هغه مېوه چې موږ یې لرو هغه پاکستان، هند او بنګله‌دېش نه لري، که د چابهار بندر کې هندیان پانګونه وکړي د دوی ټول خدمات او د طی مراحلو پروسس د دوی په لاس کې ورشي؛ نو دا په رښتیا هم زموږ په ګټه ده، نه یوازې دا چې له دې لارې به له نړۍ سره زموږ اړیکې تامین شي، بلکې زموږ اړیکې به د ناواشیوا او ممبۍ له مرکزونو سره په مستیقم ډول ونښلول شي.»

افغان سوداګر نبي افغان وايي: « زموږ لپاره بدیل ده؛ خو موږ باید ټولې لارې په لاس کې ولرو، داسې ونه کړو چې د یوې لارې د بدیل پیدا کېدو پر ځای نورې بندې کړو. خپله پاکستان زموږ لپاره ښه بازار دی، زموږ د توکو، کرنې او سوداګرۍ لپاره ډېر ښه بازار دی. همداراز چابهار هم مهم دی او ډېر ښه بدیل کېدلی شي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان نږدې۸۰ سلنه صادرات او واردات د پاکستان د کراچۍ او د دې هېواد د نورو سوداګریزو بندرونو له لارې ترسره کېدل چې د هرې وړې او لويې سیاسي او اقتصادي ستونزې له پېښدو وروسته به پاکستاني چارواکو دغه بندرونه د افغان توکو د انتقال پرمخ تړل چې ورسره به هر ځل افغان سوداګرو او پانګوالو ته میلیونونه ډالر زیان اووښت.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist