Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند له افغانستان سره د خپلو مرستو کچه نیمايي ته راټیټه کړې

هند له افغانستان سره د خپلو مرستو کچه نیمايي ته راټیټه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/05

د هند حکومت له نورو هېوادونو سره په خپلو کلنیو مرستو کې سږ کال هم افغانستان ته مالي مرسته ځانګړې کړې ده.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد بهرنیو چار وزارت د خپلې ۲۰ زره ۵۱۶ کروړه هندي روپیو بودیجې له ډلې څه باندې پنځه زره کروړه بهرنیو هېوادونو ته د مرستې لپاره بېلې کړې دي.

په دغو مرستو کې ۱۰۰ کروړه یا یو میلیارد هندي روپۍ افغانستان ته هم ځانګړې کړې، خو دغه رقم د تېر کال پرتله ۵۰ سلنه کم شوی دی.

دغه بودیجه د تېر کال په سر کې ۲۰۰ کروړه اعلان شوې وه او بیا له ارزونې وروسته ۵۰ کروړه هندي روپیو ته راټیټه شوه.

فایننشیل اېکسپرېس ورځپاڼې په دې اړه د یوه مطلب په خپرولو سره ویلي: « له افغانستان سره ځانګړې شوې مرسته نیمايي ته کمه شوې. دغه مرسته چې تېر کال ۲۰۰کروړه وه، د سږ کال لپاره ۱۰۰ کروړو ته راټیټه شوې ده. دا بیا د وړم کال پرتله چې ۲۰۷ کروړه وه، د پام وړ کموالی ښيي. هند د طالبانو تر حاکمیت لاندې نظام سره ښکېلتیا کې له احتیاطه کار اخلي. که څه هم له دې هېواد سره یې بشري مرستې کړې او په ایران کې د چابهار بندر ترڅنګ یې اقتصادي همکاري ته وده ورکړې ده.»

د هند په بهرنیو مرستو کې تر ټولو ډېره مرسته یانې ۲ زره ۱۵۰ کروړه بوتان، ۱۲۰ کروړه بنګله ‌دېش، ۷۰۰ کروړه نیپال، ۳۵۰ کروړه میانمار، ۶۰۰ کروړه مالدیف، ۳۰۰ کروړه سريلانکا، ۱۷۰ کروړه د سویلي آسیا هېوادونو او ۱۰۰ کروړه د چابهار بندر د چارو ښه ‌والي ته ځانګړې شوې دي.

د راپورونو له مخې، د هند دغه بهرنۍ مرستې به په هېوادونو کې د بنسټیزو پروژو په جوړولو او د ظرفیت لوړونې په برخو کې ولګول شي او په کې د برېښنا د تولید پروژې او اقتصادي همکاري شامله ده.

د اقتصادي چارو شنوونکی محمد یونس‌ ځدراڼ وايي: « که چېرې دا پیسې د فابریکو په ایجاد او خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې مصرف شي، د ډېرو خلکو اقتصادي ستونزې به د تل لپاره حل شي. خلکو ته به د کار زمینه برابره شي او ثابت عاید به ولري.»

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: « باید له هند سره ناسته وشي، د هغوی لېوالتیاوې ولیدل شي چې غواړي په کومو برخو کې پانګونه وکړي. زه فکر کوم هغوی ښوونې روزنې او عامې روغتیا برخو ته ډېره توجه کوي او که چېرې دغه دوې برخې هم سپورټ کړي، لوی بدلون به ورسره راشي.»

واک ته د اسلامي امارت له بیاځل رسېدو وروسته که څه هم سرپرست حکومت سره د هند ډېپلوماټیکې اړیکې ټکنۍ شوې، خو د سیاسي چارو کارپوهانو په خبره، هند په افغانستان کې د خپلو دوو اصلي سیالانو پاکستان او چین د نفوذ د زیاتېدو له ویرې خپلې زیانمنې شوې ډېپلوماټکي اړیکې بېرته ورغولې.

دغه هېواد که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د پارلمان ودانۍ او سلمان بند په څېر د لویو او وړو پروژو مالي ملاتړ کوونکی پاتې شوی؛ خو داسې ښکاري چې هند راتلونکي کې هم د خپلو ملي او دوه اړخیزه ګټو په نظر کې نیولو سره د دغو اړیکو د دوام هڅه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالجبار اکبري وايي: « هند ډېره هڅه کوي چې افغانستان سره مرسته وکړي او په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاس ونیسي؛ ترڅو افغانستان ته د یوه نږدې هېواد په توګه خپل ځای بېرته ترلاسه کړي. زه فکر کوم هند به خپلو دغو هڅو ته ادامه ورکړي او موخه یې ښايي دا وي چې وکولی شي د سیمې هېوادونو ترمنځ ځان پیاوړی ثابت کړي او هغه هېوادونو کمزوري کړي چې د طالبانو د حکومت مخالف دي.»

له افغانستان سره د هند دغه مالي مرسته داسې مهال ده چې تېره میاشت د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال وکرم میسري په متحده عربي اماراتو کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر ودې او له افغانانو سره پر بشري مرستو سربېره، په افغانستان کې د پراختیایي پروژو پر ملاتړ هم بحث کړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist