Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند او د منځنۍ آسيا پنځو هېوادونو له سوله ییز افغانستانه ملاتړ اعلان کړ

هند او د منځنۍ آسيا پنځو هېوادونو له سوله ییز افغانستانه ملاتړ اعلان کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/11

د هند او منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په نوي ډیلي کې د هند- منځنۍ آسیا د همغږۍ شورا له څلورمې غونډې وروسته په خپره کړې اعلاميه کې د یوه سوله ییز او له ترهګرۍ پاک افغانستان لپاره پر خپل ملاتړ ټینګار کړی.

په اعلامیه کې ویل شوي، د يادو هېوادونو بهرنيو چارو وزیرانو افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې پر مبارزې او د دې هېواد لپاره د بشري مرستو په چمتو کولو هم بحثونه کړي.

د هند او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د څلورم ډیالوګ ګډې اعلامیې یوه برخه کې راغلي: « موږ په افغانستان کې د ثبات او سوله ییز وضعیت ملاتړ کوو او هلته داسې وضعیت غواړو چې ترهګري په کې نه وي او افغانستان له ترهګرو ډلو او همدارنګه له نشه يي توکو پاک وي. موږ د افغانستان له خلکو سره ولاړ یو او په بشپړ ډول یې ملاتړ کوو. موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړو.»

د اعلامیې په یوه بله برخه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۵۹۳ پریکړه لیک پر اهمیت هم ټینګار شوی.

 دغه پرېکړه لیک غوښتنه کوي چې د افغانستان خاوره باید د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

په ورته وخت کې، د اسلامي امارت چارواکي د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې کارېدلو په اړه اندېښنې بې ځایه بولي او څرګندوي چې په افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله نه شته او سرپرست حکومت کومې ډلې ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه هم نه ورکوي.

د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد وايي: « زموږ په باور اوس هم دغسې تشویش ښکاره کول بېځایه شي. که څوک واقعیت درک کړي او د افغانستان حالات او امنیتي وضعیت له نږدې بررسي کړي، بیا دا شان تشویش نه کوی. افغانستان هېڅ برخه هم د کومې خپلسرې ډلې له خوا نه کارول کېږي او ورته اجازه نه شته. افغانستان کې اوس هېڅ خپلسري وسله وال او ډلې نه شته او نه هم اجازه ورکول کېږي. دلته په ټوله خاوره واحد حکومت او نظام حاکم دی او امنیت یې هم بې ساري دی. دا چې اوس هم څوک تشویش کوي یا له افغانستانه خطر احساسوي، فکر کوم دا هسې تبلیغات دي او څوک چې د دغو تبلیغاتو تر تأثیر لاندې راځي، د افغانستان په اړه کره مطالعه نه لري.»

بله خوا، د سیاسي چارو کارپوهان د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیمې هېوادونو د ملاتړ ستاینه کوي او زیاتوي چې د افغانستان ثبات د سيمې هېوادونو پر ګټه دی.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « دا هېوادونه باید د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې خپلو ژمنو ته ادامه ورکړي، له افغانستان سره د نظامي او استخباراتي معلوماتو په برخه کې همکاري وکړي، ترڅو د تروریزم ریښې وچې کړای شي؛ ځکه چې د یوه امن او ثبات لرونکي افغانستان منځته راتګ چې د سیمې هېوادونه او هندوستان تل په دې اړه ټینګار کوي، د هغو موخو له ډلې دي چې کولی شي افغانستان دایمي سولې او ثبات ته ورسوي. د دایمي سولې او ثبات ټنګښت د منځنۍ آسیا او سوېلي آسیا د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا سبب کېږي او افغانستان کولی شي په دې برخه کې د یوه ارتباطي پل رول ولوبوي.»

د نړيوالو اړېکو کارپوه سمیر انګار وايي: « دغو هېوادونو ټینګار کړی چې باثباته او ټولګډونه افغانستان د سیمې امنیت، اقتصاد او اتصال لپاره اړین دی. دا دریځ ښيي چې که افغانستان دایمي ثبات ته ورسېږي، نه یوازې له انزوا به ووځي بلکې په سیمه ییز اتصال او لویو پروژو کې به هم شامل شي.»    

د هند او منځنۍ آسیا ترمنځ د خبرو اترو یا ډیالوګ څلورمه ناسته د جون پر شپږمه په نوي ډيلي کې د هند د بهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ ترسره شوه.

 د مالوماتو له مخې، په دې ناسته کې د هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې هېوادونو په شمول د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسايلو بحثونه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist