Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند او اوزبېکستان وايي، د سیمې ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی

هند او اوزبېکستان وايي، د سیمې ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/02

د هند لومړي وزیر او د اوزبېکستان ولسمشر د شانګهای همکاریو سازمان د سږنۍ سرمشریزې دوه هغه ویناوال وو چې د افغانستان امنیت او ثبات یې د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم وباله.

د هند لومړي وزیر، نرېندرا مودي، د شانګهای همکاریو سازمان په شپږ ویشتمه ناسته کې چې د قرغېزستان په پلازمېنه بیشکک کې جوړه شوې وه، د اسیا سوله او ثبات د افغانستان په سولې او ثبات پورې تړلي بللي.

مودي زیاته کړې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت پرته په اسیا کې امن او سولې راتلل ستونزمن کار دی.

مودي دغه راز ویلي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ونډه لري او په راتلونکي کې به هم په دې برخه کې له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

نرېندرا مودي وړاندې ویلي: « په اسیا کې د سولې او امن تحقق د افغانستان سولې او ثبات په تامین پوري تړلي دی. هند له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې خپله  ونډه لري او په راتلونکي کې به هم  خپلو بشردوستانه مرستو  په برخه کې له افغانستانه ملاتړ ته دوام ورکړي.»

په ورته مهال، اوزبېکستان له شانګهای همکاریو سازمان  غوښتي چې د افغانستان له استازو سره منظمې خبرې بېرته پیل کړي. د دې هېواد ولسمشر په افغانستان کې ثبات د سیمې له عمومي امنیت او اقتصادي پرمختګ سره تړلی بللی.

شوکت میرضیایف په سیمه کې د پراخ امنیت او پرمختګ لپاره په افغانستان کې سوله او ثبات بنسټیز شرایط بللي.

د اوزبېکستان ولسمشر زیاته کړې: « افغانستان کې د سولې او ثبات ساتل زموږ د سیمې د امنیت او دوامدار پرمختګ د تضمین لپاره لا هم بنسټیز شرط دی. د شانګهای همکاریو سازمان دې له افغان استازو سره منظمې خبرې بېرته پیل کړي او دغه کار به د افغانستان اقتصادي پرمختګ او له سیمه ییزو همکاریو سره د دې هیواد د یو ځای کېدو لپاره د بحث زمینه برابره کړي.»

باور  دا دی چې سوله ییز او باثباته افغانستان نه یوازې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو بلکې د ټولې اسیا امنیت لپاره مهم دی او هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه ونه کړي .

د کارپوهانو په باور، د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ترڅنګ، ټول اسیايي هېوادونه باید په افغانستان کې د دایمي ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي .

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « دا حقیقت دی چې یو باثباته او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان نه یوازې د افغانانو په ګټه دی بلکې د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه هم دی. موږ تمه لرو چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي او د یو بل متقابل احترام وکړي. زه په دې باور یم چې په افغانستان کې ثبات او دایمي امنیت د ټولې سیمې په ګټه تمامېدای شي.»  

د هند لومړي وزیر د شانګهای په ناسته کې دا هم ویلي چې له ترهګرۍ او د ترهګرو د مالي ملاتړ  پر ضد مبارزې ترڅنګ، باید د نشه یې توکو د قاچاق پر وړاندې هم ګډه مبارزه وشي.

نرېندرا مودي په سیمه او ټولې اسیا کې د خبرو او ډېپلوماسۍ له لارې د جګړو او رامنځته شویو ستونزو پرحل ټینګار وکړ او زیاته کړه چې باید ستونزې د مذاکراتو له لار ې هوارې شي.

نرېندرا مودي په دې اړه ویلي: « تروریزم، د تروریزم مالي تمویلوونکو او د هغوی د خوندي پټنځایونو سربیره باید د مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې هم ګډه مبارزه وشي. د هیوادونو ترمنځ شته ستونزې او جګړې باید له ډېپلوماټیکو چینلونو او خبرو اترو له لارې حل شي.»

د کابل ډاډ بیا دادی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پرضد ونه کارول شي او نه به افغانستان د نورو په کورنیو چارو کې مداخله وکړي. د افغانستان حکومت له ټولو سره ښې او په متقابل درناوي ولاړې، رسمي ډېپلوماټیکې اړیکې غواړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist