Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې

هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/26

د صنعت او  سوداګرۍ وزارت د هند په ۴۵ م نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون لپاره خپل چمتوالی پیل کړی او هڅه کوي چې افغان  شرکتونه او سوداګر په  یاد نندارتون کې د  خپلو تولیداتو د معرفۍ لپاره کافي فرصت ولري.

د هند نړیوال سوداګریز نندارتون د نړۍ په کچه یو له سترو نندارتونونو څخه دی چې له ۱۹۸۰ میلادي کال راهیسې د هند په پلازمینه نوي ډهلي کې جوړیږي او  د افغانستان په ګډون د بېلابېلو  هېوادونو تولیدي شرکتونه په کې برخه اخلي.

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، له سکټوري خونو، د غالیو، وچې مېوې او نورو اتحادیو له استازو سره یې په یوه غونډه کې په دې بحث کړی چې څنګه کېدای شي په یاد  نندارتون کې د افغانستان پراخ ګډون باوري او افغان سوداګرو ته  لا زیات فرصتونه برابر شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: « د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سکټوري خونو او د غالیو، وچې مېوې او زعفرانو د اتحادیو له استازو سره مشورتي غونډه کړې. غونډه کې د هند په ۴۵م نړیوال سوداګریز نندارتون کې د افغانستان پر ګډون او پر دې لارو چارو بحث وشو چې څنګه په یاد نړیوال نندارتون کې د افغانستان پراخ او اغېزناک  ګډون تضمین او افغان سوداګرو ته د خپلو تولیداتو د نندارې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر شي. ګډونوالو همداراز د دې نندارتون لیدونکو او نړیوالو پېرودونکو ته د افغانستان د لوړ کیفیت او عضوي محصولاتو د ورپېژندلو پر پلانونو خبرې وکړې.»

دا نندارتون د هند د سوداګرۍ پراختیا سازمان له‌خوا تنظیمېږي او هر کال د نومبر له ۱۴مې تر ۲۷مې نېټې پورې د نوي ډهلي په «پرګتي میدان» کې جوړېږي.

افغانستان تېر کال هم د هند د سوداګریز ۴۴ م نړیوال نندارتون کې ګډون کړې و، خو دا معلومه نه شوه چې د افغانستان په استازیتوب څومره شمېر شرکتونو او سوداګرو ګډون درلود.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي بیا هند ته د خپل سفر په مهال دې نندارتون ته ورغلی و  او هلته یې د ګډون کوونکو شرکتونو  له استازو سره خبرې کړې وې.

اقتصادي شنونکي بیا دا ډول نندارتونونه د افغان تولیداتو  د معرفۍ لپاره خورا مهم بولي او  ټینګار کوي چې د دې لپاره چې له داسې فرصتونو څخه زیاته استفاده وشي، اړتیا ده چې په بشپړ چمتوالي سره په کې ګډون وشي.

د اقتصادي چارو شنونکي نبي افغان وايي: « حکومت او خصوصي سکټور باید په دې نندارتون کې د ګډون لپاره پوره چمتوالی ولري. هغه سوداګر چې په دې نندارتون کې ګډون کوي یا د ګډې پانګونې لپاره طرحه لري، باید هلته لاړ شي او همکاري جلب کړي. په ځانګړي ډول باید د درملو او روغتیا په برخه کې ښه ګټه پورته شي.»

په ورته وخت کې د خصوصي سکټور او اړوندو سوداګریزو اتحادیو استازي دا نندارتون د افغانستان د کرنیزو او لاسي صنایعو د محصولاتو معرفي کولو او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي پراخولو لپاره یو مهم فرصت بولي.

په غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، سکټوري خونو او سوداګریزو اتحادیو ترمنځ د همغږۍ پر لا پیاوړتیا هم ټینګار شوی، ترڅو په یاد نندارتون کې د افغانستان اغېزناک ګډون او د افغان محصولاتو غوره استازولي باوري شي.

په هند کې په دې نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره دا تیاری داسې مهال روان دی چې همدا تېره اوونۍ افغان سوداګرو په تهران کې په یوه نړیوال نندارتون کې هم ګډون وکړ او له هغې مخکې په کابل کې د کرنیزو محصولاتو لومړنی نړیوال نندارتون پرانستل شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist