Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هندو ورځپاڼه: هند افغانانو ته د انلاین وېزو ورکولو بهیر پیل کړ

هندو ورځپاڼه: هند افغانانو ته د انلاین وېزو ورکولو بهیر پیل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/26

د هند یوې ورځپاڼې« ده هندو» د دې هېواد د چارواکو له قوله راپور کې ویلي، هند د د تېرې اپریل میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې افغانانو ته په انلاين ډول د وېزو  ورکولو بهیر بېرته پیل کړی.

د هند حکومت تر اوسه د وېزې د بیا پیل په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

نوي ډيلي افغانانو ته د وېزو دغه اقدام له شاوخوا څلور کلن ځنډ وروسته بیا پیل کړی.

 هندو ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې افغان پانګوال، لوبغاړي، ناروغان،  محصلان او هنرمندان اوس کولی شي د هند وېزو ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.

 د راپور یوه برخه: « د هند حکومت د افغانانو لپاره د وېزو د بیا پیل په اړه رسمي اعلامیه نه ده ورکړې، خو د حکومت یوې باوري سرچینې ورځپاڼې ته ویلي، د اپریل په وروستۍ اوونۍ کې د افغانانو له لوري د وېزو اخیستلو لپاره یوه نوې انلاین بڼه فعاله کړې چې وېزې ترې د سوداګرۍ، درملنې او نورو ګټګوریو لپاره ترلاسه کېږې.»

د ورځپاڼې راپور کې دغه راز راغلي، په هند کې د افغان محصلانو مور او پلار او هغه څوک چې په دې هېواد کې ملکیتونه لري هم کولی شي دغو وېزو ته غوښتنلیکونه واستوي.

بله خوا، په هند کې مېشت افغان محصلان د نوي ډیلي د دې تازه ګام هرکلی کوي او وایي، د وېزو ورکړې ترڅنګ دې هند هلته د مېشتو افغانانو ستونزو او ننګونو ته هم رسېدنه وکړي.

په هند کې پر زده کړو بوخت شفېع‌الله صابري وايي: « د زده کوونکو، ناروغانو او سوداګرو لپاره د وېزې صادرولو لپاره د نوي پورتال خلاصېدل د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو یو ښه اقدام دی.»

تېره لړم مياشت کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د هند بهرنیو چارو وزارت له یوه چارواکي جي پي سېنګ سره ولیدل او له هغه وړاندې يې په عربي متحده اماراتو کې د هند بهرنيو چارو وزارت له مرستيال وېکرم مسیري سره هم د کابل او نوي ډیلي پر اړيکو خبرې کړې وې.

اوس داسې ښکاري چې د دواړو لوريو ترمنځ اړيکي د عادي کېدو په حال کې دي او له همدې کبله د سیاسي چارو شنونکي د هند له لوري افغانانو ته د وېزو ورکولو پيل په نېک پال نيسي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی  سمیر انګار وايي: « د هند دولت لخوا افغانانو ته د وېزې ورکولو پیل یو نېک اقدام دی، خو د پایداره اړیکو لپاره باید سیاسي، مالي او کونسلي ستونزې په دایمې توګه حل شي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « د افغانستان او هند ترمنځ دوستانه او ډېپلوماټیکې اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو د خلکو او حکومتونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي بلکې کولی شي د سیمې د سولې او ثبات په ټینګښت کې هم مهم رول ولوبوي.»

ځینې نور د اړيکو غوړېدا د هند او فغانستان پر ګټه بولي او د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې له هند سره د اړيکو پراختيا مسير جدي تعقيب کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: «  د زده کړیالانو، صحت او تجارت په برخو کې د وېزو ورکولو سره به ډېرې ستونزې حل او فصل شي او د هند او افغانستان ترمنځ به د اقتصاد، سیاست او ټولنیزو چارو په برخه کې ارتباطات نورهم زیات شي. همدارنګه دا به وکولی شي هغو امتیازونو ته افغانستان هم څو ګامونه ور نږدې کړي چې دا مهال هند په سیمه کې ترې برخمن دی.»

نوي ډيلي د مخکېني جمهوري نظام له سقوط وروسته افغانانو ته د وېزو ورکول بند کړي وو. دې هېواد په کابل کې خپل سفارت او ولایتونو کې کونسلګرۍ  وتړلې او هغه زرګونه وېزې یې لغوه کړې چې د سفارت او کونسلګریو له خوا صادرې شوې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist