Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

همراز: داعش د افغانستان او سیمې لپاره جدي ګواښ نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/11

د اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست د مطبوعاتو مسوول خلیل همراز د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۱۹ مه » کابل په لومړي ځل  د دغه ریاست د لاسته راوړنو او خلکو اندېښنو ځواب کولو لپاره کنفرانس ورکړ. 

همراز وايي، ۳۳ داعش غړي یې وژلي او د دوی د لوړپوړو کسانو په ګډون یې ۶۰۰ نور نیولي او په وینا یې  د پاتې نورو پس جدي تعقیب روان دی او هېڅ ځای به خوندي پاتې نه شي.

د همراز په خبره، د داعش مالي ملاتړي، د اړیکو تنظیمونکي او عملیاتي کسان یي نیولي او نور د دغه ډلې ګواښ د اندېښنې وړ نه دی او نه شي کولی،چې له افغان خاورې د سیمې هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

همراز زیاته کړه:« تیرو درې میاشتو په دوران کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو او سیمو کې شااوخوا شبږ سوه تنه هغه کسان چې داعش ډلې ته منسوب و او په دغه نوم یې وژنې کولې او د استخباراتو کړیو په مټ یې چاودنې او موټر بمونه پلانول، نیول شوي دي.»

په ورخت کې همراز وايي، لسګونه وسله وال غله او ۸۲ انسان تښتونکي یې نیولي او په خبره یې   ۱۲ هغه کسان یې خوشې کړي،چې تښتول شوي وو.

هغه وايي، د دوی په لیکو کې یې له دوه نیم زور زیات هغه کسان هم په نښه کړي،چې نامطلوب دي او له دې ډلې یې دوه سوه کسان اېستلي هم دي.

 هغه زیاتوي:« لسګونه غله او نور له نظامي توکو سره یو ځای نیول شوي،چې په مرسته یې د غلاو کچه په بې سارې ډول راټیټه شوې او د اسلامي امارت په لېکو کې د ګډ شویو مفسدو کسانو په برخه کې هم د ۲۷۰۶ نامطلوب او بدنام کسانو لیستونه هم رارسېدلی دی.»

استخباراتو دغه راز ۶۷ هغه کسان هم نیولي،چې خلکو ته به یې بېلا بېل جعلي اسناد جوړول.

دوی ولس ته ډاډ ورکوي،چې امنیت به یې لا خوندي کړي او د همکارۍ لپاره ترې غوښتنه کوي،چې د مشکوکو پېښو په تړاو له ۱۰۱ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي او همکاري وکړي،چې هویت به یې پټ وساتل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist