Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/12

د هلوټرسټ په نوم د ماين پاکۍ بریټانوۍ موسسې راپور ورکړی چې شاوخوا ۶.۴ ميليونه تنه د افغانستان په هغو سيمو کې اوسېږي چې په ماينونو او ناچاوده توکو پوښلې دي.

دغې موسسې د خپلو موندنو پر بنسټ ويلي، هره مياشت د يادو ناچاودنه توکو د چاودنو په پایله کې نږدې ۵۰ تنه افغانان ټپي او يا وژل کېږي چې د قربانيانو ۸۰ سلنه يې ماشومان دي.

هلو ټرسټ موسسې ویلي: « شاوخوا ۶.۴ ميليونه تنه چې د اټکل له مخې د افغانستان د نفوس يو پر پنځمه برخه تشکیلوي، په هغو سيمو کې اوسېږي چې په ماينونو او ناچاوده توکو پوښل شوې دي. د دې ماینونو د چاودنې په پايله کې نږدې هره مياشت۵۰ تنه ملکيان چې ډېری يې ماشومان دي، شديد ټپيان او وژل کېږي.»

ټليګراف ورځپاڼې هم په دې اړه ويلي، د افغانستان لرې پرتو سيمو کې د ماشومانو له لوري د فلزاتو راټولول د دې سبب کېږي چې پر ماينونو او ناچاوده توکو پوښل شویو سيمو کې د يادو توکو د چاودنو ښکار شي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، د يادو توکو له خطره د دې سيمو پاکول لسيزو هڅو او زياتو مالي سرچينو ته اړتيا لري.

د ټلګراف ورځپاڼې په راپور کې راغلي: « له ۱۹۸۹ زېږدیز کال راهيسې تر اوسه په افغانستان کې د ماينونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله له ۴۵ زرو زيات کسان وژل شوي او يا هم په جدي توګه ټپيان شوي دي. له دې خطره د يادو سيمو پاکول لسيزو هڅو او زياتو مالي سرچينو ته اړتيا لري.»

دغو شمېرو ته په کتو سرپرست حکومت هم مني چې لاهم په افغانستان کې د ماينونو او ناچاوده توکو خطر موجود دی.

د چارواکو په خبره، اوس ‌مهال ۳.۱۷ ميليونه افغانان د ماينونو له مستقيم خطر سره مخ دي او په يادو توکو د پوښل شوې ساحې له ډلې يوازې ۴زره کيلومټره بېرته پاکه شوې ده.

له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ملي ادارې د ماينونو چارو همغږۍ ریيس نورالدین رستم ‌خېل وايي: « د ۲۰۲۵ کال له پيل راهیسې په ټول افغانستان کې ۶۵ حادثې رامنځته شوې چې ټولټال ۱۳۸ تنه قربانیان لري. له دې ډلې ۲۸ تنه شهیدان دي او ۱۱۰ تنه زخمیان دي. په دغو قربانیانو کې شاوخوا ۹۰ تنه ماشومان دي. د ۲۰۲۵ کال له پيله د اپریل میاشتې تر پایه په ټول افغانستان کې ۱۵ کیلومټره مربع ساحه له ماینونو او ناچاوده توکو پاکه شوې ده.»

په ورته وخت کې د اومر موسسې مسوولین وايي، د خپل فعاليت له پيل راهيسې یې ۳۵۰ کيلومټره مربع ځمکه د ماينونو او ناچاوده توکو له خطره پاکه کړې.

دوی زیاتوي، د ماينونو او ناچاوده توکو د خطر په اړه يې په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۲ ميليونو تنو ته عامه پوهاوی هم ورکړی.

د اومر ماين پاکۍ موسسې عملياتي مسوول معلم فضل رحیم وايي: « د اومر موسسه یوه له هغو پنځو ملي موسسو ده چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ چارې مخته وړي. دغې موسسې په افغانستان کې د خپلو کارونو له پيل راهیسې ۳۵۰ کیلومټره مربع ساحه له ماینونو پاکه کړې، میلیونونه ماینونه او چاودېدونکي توکي یې له منځه وړي. همدارنګه اومر موسسې د ماینونو په اړه د عامه پوهاوي په تړاو هم کافي اندازه یعنې له ۱۲ میلیونو زیاتو کسانو ته عامه پوهاوی ورکړی. موږ په ملګرو ملتونو غږ کوو چې د ماین پاکۍ پروګرام یوازې پرې نه ږدي، له سیاست سره یې مه تړئ او مرسته وکړئ، ترڅو افغانان د ماین له خطرونو وژغورل شي.»                 

د نړيوالو سازمانونو له لوري ترسره شویو څېړنو له مخې، په افغانستان کې د لسیزو جګړو له امله په ځمکه چاودېدونکي توکي تر اوسه ناچاوده پاتې شوي چې د عامو افغانانو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی.

 د يادو څېړنو له مخې، دغه پديده هر کال د لسګونه افغانانو د وژل کېدو او معلوليت سبب ګرځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist