Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هلمند کې ۶۰۰ ټنه پروسس شوې پنبه داوطلبۍ ته وړاندې شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/16

د هېواد په سوېلي ولایت هلمند کې ۶۰۰ ټنه پروسس شوې پنبه د ماليې وزارت له لورې د شبنې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۲۵ مه » داوطلبۍ ته وړاندې شوه.

چارواکي وايي، د پنبې دغه دواطلبۍ کې ۱۲ خصوصي شرکتونو ګډون کړی وو.

 دوی وايي، د نباتي غوړیو او د دانه لرونکې  پنبې دولتي شرکت له خوا یوه کیلو پبنې بیه  ۲۶۲ افغانۍ ټاکل شوې وه،چې د سوداګرو تر منځ داوطلبي تر سره شوه او د غفار عزیزي شرکت چې یادې  پنبې ته ۲۵۲عشاریه لس پوله، تر نورو سوداګرو لوړه بیه وه، ګټونکی اعلان شو.

د بست تصدۍ غړی وايي:« موږ اوس شپږ سوه ټنه پنبه چمتو لرو، د ګډ پلاوې له لورې د پلور پروسه روانه ده.دغه پلاوي کې د ماليې وزارت، کرنې ریاست او د هلمند مستوفیت استازي ګډون لري.»

په همدې حال کې د ګټونکي شرکت استازی وايي،هڅه به وکړي،چې اخېستل شوې پنبه کورنیو شرکتونو ته ورکړي، خو که یې ګټه کمه وه، ښاييدغه پنبه پر بهرنیو شرکتونو وپلوري.

د غفار عزیزي شرکت استازی وايي:« د دغې داوطلبۍ اعلان څو ورځې مخکې شوی و، داوطلبي ازاده وه. موږو یې هم ټول شرایط  پوره کړي وو او اخر موږ ګټونکي شوو. که چیرې کورنیي شرکتونه  دغه پنبه پر لوړه بیه  واخلي، ورکو يې،خو که بیې یې  ټيټې وي، موږ اړ یو، چې بهرنیو  شرکتونو باندې  یې وپلورو. » 

د ماليې وزارت استازی وايي، په یاده بیه  کې دوی ته د ګټې په صورت کې به په همدې بیه  نورې داوطلبۍ هم اعلان کړي، خو د کمې ګټې یا زیان په صورت کې به دا بیه  لوړه کړي.

د ماليې وزارت استازی وايي:« که چیرې اوسنۍ بیه  زموږ دولتي شرکت ته ګټه کوله، زموږ لګښتونه  یې پوره کول، موږ به په همدې داوطلبۍ سره همدا شرکت ته په همدې بیه د پنبې د ورکړې پروسې ته دوام ورکړو،خو که یې زیان کاوه، موږ به بیا نوې بیه ټاکو او په هغه  صورت کې به نوې داوطلبې کېږي.»

هلمند د هېواد د هغو ولایتونو له ډلې شمېرل کېږي، چې د پنبې کښت په کې پخوانۍ مخینه لري او وروستیو کې يې تولیدات د پام وړ زیات شوي دي.

د مالوماتو له مخې، په دغه ولایت کې په ورځني ډول له مالوچو پنځوس ټنه پنبه او ۳زره کیلو غوړي تر لاسه کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist