Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هلمند کې ۱۳ ټنه نشه‌‌يي توکې نیول شوي

admin by admin
2019/11/05

هلمند کې تېرو درې کلونو کې ۱۳ ټنه نشه‌یي توکي نیول شوي دي.

د کورنیو چارووزارت ویلي، سږ کال یې هلمند کې د نشه‌يي توکو سترې فابریکې له منځه وړي دي.

د روان  کال له پيل راهیسې افغان ځواکونو د نشه یي توکو پر ضد له درې زرو ډېر عملیات کړي دي.

مسوولین وایي چې په دغو عملیاتو کې په ټنونو نشه یي توکو سربیره شاوخوا څلور زره قاچاق وړونکي نیول شوي دي.

هلمند کې په تېرو درې  کلونو کې ۱۳ ټنه نشه یي توکي نیول شوي و چې چارواکو سوزولي دي.

ولایتي شورا په دې تړاو نیوکه لري چې ګنې چارواکو په دې برخه کې معامله کړې ده او ټول مواد نه دي سوځول شوي.

د هلمند د ولایتي شورا رییس وایي هلمند هغه ولایت دی چې د هېواد په کچه زیات نشه یي توکي په کې کرل کېږي او قاچاق کېږي خو نیول شوي توکي کم دي.

د هلمند والي وایي په دغه نشه یي توکو کې تاریاک، هیروین، چرس او ځینې نور نشه یي توکې شامل دي چې په تېرو دریو کلونو کې په بیلابیلوعملیاتو کې نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وایي په تېرو شپږو میاشتو یې د نشه یي توکو پرضد نږدې درې زره عملیاتونه کړي چې په تړاو یې ۴ زره کسان نیول شوي دي.

نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال وایي درې میاشتې وړاندې یې د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د یو ملیارد ډالرو په ارزښت دنشه یې توکو ۵۴ کارخانې لمنځه وړي دي.

هلمند د هېواد او نړۍ په کچه یو له هغه ولایتونو دی چې د نشه یي توکو کرکیله او قاچاق په کې زیات دی چې د مخنیوي لپاره یي بدیلو لارو ته اړتیا ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist