Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هلمند کې کروندګر د وچکالۍ له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/26

په هلمند ولایت کې  د وچکالۍ له امله له تېرو دوه کلونو راهیسې په دسیند کې هم اوبه کمې شوي،چې له امله یې هغه کروندګر اندېښمن دي،چې له همدې سیند نه به یې کرنیزو ځمکو ته اوبه ورکولې

د مختار او قلعه بست سیمه کې کروندګر وایي،که اوبه کمیږي، بزګران اړ دي،چې د خپلو کروندو ساتلو لپاره برمې ووهي. 

د هلمند ولایت یو تن کروندګر ګل اغا وايي:« ټول کښتونه مو د اوبو کمښت له امله وچ شوي دي. موږ اړ یو،چې برمې ووهو،ترڅو خپل کښت پرې خړوب کړو. » 

د هلمند ولایت یو بل کروندګر عبدالجبار بیا وايي:« کروندګر په داسې حال کې چې اوبه کمې وي، نه شي کولای،چې خپل  کر وکړي. په کوم ځای کې چې اوبه نه وي،چې نو هلته به حاصل له کومه شي.»

د اوبو کمښت له ستونزې سره سږ کال په ټول هلمند کې خلک لاس او ګریوان دي او اړ کیږي،چې د ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده وکړي او یاهم د کښتونو د کرلو لاس واخلي.

د یاد ولایت د سیندیزي حوزې مشر محمد یعقوب قایم هم د بزګرانو او ځايي خلکو ستونزې مني او وايي، ستونزه په تیر کال کې د ورښتونو د کمیدو له امله ده او په خبره یې  روان کال کې  به د اوبو اندازه نوره هم کمه شي.

قایم زیاته کړه:«  وروره! تاسو ته خپله مالومه ده،چې موږ په ټول هېواد کې په دوو کالونو کې  یو سیلابي باران لرو. موږ په کاسه کې په ډېره کمه اندازه اوبه لرو. کافي اوبه نه لرو. دا کمه اندازه اوبه چې دې، د دې لپاره مو اصول جوړ کړي دي.» 

د هلمند په ځینو سیموکې وخت ناوخت د اوبو د کمښت له امله د عامو خلکو ترمنځ خپل منځي شخړي هم رامنځته کیږي. 

د دې ولایت د سیندیزې حوزې  مشر د هلمند ټولو کروندګرو ته سپارښتنه وکړه،چې د اوبو لګیدو په وخت کې دي له داسي  لارې استفاده وکړي، تر څو د اوبو سپما وشي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist