Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند کروندګر: د کوکنارو بدیل کښت مو اړتیاوې نه پوره کوي

هلمند کروندګر: د کوکنارو بدیل کښت مو اړتیاوې نه پوره کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/19

د هلمندي کروندګرو زیات زحمت خو لږه گټه. هلمند چې د شمېرو له مخې په کې شاوخوا ۱۹۰ زره کسان په کرنه بوخت دي،  ډېر شمېر یې د خپلو کروندو له حاصلاتو څخه خوښ نه دي.

دوی وایي، په دودیزه کرنه نه شي کولی په کښتونو باندې شوي لګښتونه پوره کړي.

کروندګر له حکومته غواړي چې  د کوکنارو د بدیلو کښتونو په برخه کې دي ورسره همکاري وکړي.

کروندګر عبدالرحیم وايي: «داسې تخمونه دې موږ ته راکړي چې د تریاکو ځای ونيسي؛ غنم ارزانه دي او زموږ لګښت نه پوره کوي.»

کروندګر عبدالله وايي: « موږ ښه تخمونه غواړو، داسې چې نړۍ کې ازمویل شوي وي او ښه حاصلات ورکوی.»

کروندګر عطالله وايي: « پیاز، جوار او نور دلته چې څه کرل کېږي، موږ ته ښه عاید نه لري. موږ له حکومت او نړیوالې ټولنې داسې اصلاح شوي تخمونه غواړو چې هم بزګرانو او هم خلکو ته ګټه ورسوي.»

بله خوا، د هلمندکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د کوکنارو د بدیلو کښتونو په توګه دوی هڅه کوي چې سلګونه کروندګرو ته د انارو باغونه جوړ کړي.

دوی همداراز په یاده برخه کې د زیاتو مرستو یادونه هم کوي او وايي، یوازې تېر کال یې شاوخوا ٧٠ زره کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلې دي.

د هلمند کرنې ریاست د پلان آمر شفیق الله مبین وايي: «  زموږ د کرنې ریاست له خوا په ولسوالیو کې په زرګونه جریبه ځمکو د انارو باغونه جوړېږي. د دې کار سروې شوې او که خدای کول په وزارت کې له منظورۍ وروسته به د باغونو جوړول پيل شي.»

مسوولین د پوهاوي او کروندو د معیاري کولو په برخه کې کروندګرو ته له کرنې ریاست سره د مشورې سپارښتنه کوي.

د هلمند کرنې ریاست د پلان آمر په دې اړه وايي: « د کرنې ریاست له دوی غوښتنه کوي چې له موږ څخه مشوره واخلي. زموږ د ریاست او په ولسوالیو کې د مدیریتونو مسلکي کارکوونکي به دوی ته د کرکیلي دوران وروښيي. کله چې پر ځمکه په هر فصل کې یو ډول کرنه کېږي، دا ځمکه کمزورې کېږي او ښه حاصل نه شي ورکولی.»

د بې کیفیته کیمیاوي سرې  او کرنیزو درملو نه شتوالی او په کرنیز سیسټم باندې سم نه پوهېدل، هغه نورې ستونزې دي د هلمند کروندګر ورسره لاس په ګرېوان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist