Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې ۴۳نوي ابتداییه ښوونځي تاسیس شوي

هرات کې ۴۳نوي ابتداییه ښوونځي تاسیس شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/23

په هرات ولایت کې د روان  لمریز کال  له پیله تر اوسه پورې ۴۳ ابتدایې ښوونځي تاسیس شوې دي.

د دغه ولایت پوهني ریاست مسوولین وایي، یاد ښوونځي په ښار او لیرو پرتو سیمو کې تاسیس شوې چې ورسره لسګونه زره زده کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې.

د هرات پوهنې رییس رحمت الله جابر وايي:« د روان تعلیمي کال له پیله  تر اوسه ۴۳ ښوونځي تاسیس شوې چې پنځه یې دولتي او ۳۸ یې خصوصي دي. دولتي ښوونځي د هرات ولسوالیو لیرو پرتو سیمو کې تاسیس شوي چې ورسره لسګونه زره زده کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې.»

بلخوا زده ‌کوونکي  هم خوښ دي چې نږدې ورته ښوونځي جوړ شوي او د ورته نورو استانتیاوو غوښتنه هم کوي.

زده کوونکی ارشاد وايي:« خوښ یم چې زموږ کلي کې ښوونځی جوړ شوی مخکې به لیرو سیمو ته زده‌کړو لپاره تلم، خو اوس چې ښوونځی جوړ شوی نور موټر ته اړتیا نه لرم.»

یو بل زده کوونکی محمد صادق بیا وايي:« زه مخکې له دې لرې ښوونځي ته تلم لار زیاته لرې وه، زه به یوه ورځ تلم لس ورځې به بیا نه تلم اوس چې زموږ د کور نږدې ښوونځی جوړ شوی موږ لپاره ښه شو.»

بلخوا د سیمې اوسېدونکي بیا غوښتنه کوي چې یادو ښوونځیو ته دې ودانۍ جوړې او زده‌کوونکو ته دې کتابونه او لیک توکي هم برابر شي.

د کرخ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد صادق وايي:«  کومه ځمکه چې موږ د پوهنې ریاست ته ورکړې تر اوسه پورې پرې ودانۍ نه ده جوړه شوې. د ښوونکو، لیک توکو او میز او څوکیو کمښت سره مخ یو. هیله لرو چې زموږ دې ستونزو ته هم رسېدنه وشي.»

د کرخ والسوالۍ یو بل اوسېدونکی  خیرالله وايي: « تیرو کې موږ ستونزې درلودې زموږ ماشومانو د لارې زیاتوالي له امله نشوه کولی چې د ولسوالۍ مرکزي ښوونځی کې حاضر شي، د همدې ستونزې له امله د دې درېیو کلیو ماشومان د پوهې له نعمت بې برخې وو.»

سره له دې چې دې ولایت کې تازه پینځه دولتي ښوونځي تاسیس شوي د هرات خلکو په  خبره د دې ولایت نفوس ته په کتو اړتیا ده چې دا شمېر ډېر او د ښوونځیو اړوند سرپنا او کتابونو ستونزې هم هواري شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist