Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې له ایرانه  د راستنېدونکو لپاره د کارموندنې هڅې ګړنډۍ شوې

هرات کې له ایرانه  د راستنېدونکو لپاره د کارموندنې هڅې ګړنډۍ شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/25

د هرات ولایت ځايې مسولین وايې، له ایرانه تازه راستنېدونکو لپاره د کاري زمینو برابرولو هڅې يې ګړندۍ کړي.

دوی زیاتوي، د هرات صنعتي ښارګوټي کې له ایران د راستنېدونکو افغانانو جذب ظرفیت شته او هڅه کوي چې په لومړي ګام کې هرات کې مېشتېدونکو کورنیو څخه یو یو کس د خصوصي سکتور په مرسته پر کار وګوماري.

د هرات صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت وايي:« موږ چمتو یو چې د خصوصي سکتور په مرسته مسلکي کسان په کارخونو کې په مسلکي برخو کې او کاریګر بیا د ساده کاریګر په توګه تولیدي کارخونو کې په کار وګومارو او د د ې لپاره تصمیم نیول شوی دی.»

د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي:« موږ خپلو خلکو سره دا ژمنه کوو هره کورنۍ چې راځي او هرات کې مېشت کیږي. له هرې کورنۍ به یو کس په کار ګږمارو. لومړی هغه کسان چې مسلکي دي ګومارو او بیا غیر مسلکي کسان ګومارو او دا د خلکو او هېواد پر وړاندې د صنعتکارانو یوه دنده ده.»

بلخوا د هرات کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین هم وایي، له  ایرانه راستنېدونکي لوستي او مسلکي کسان به دولتي او خصوصي ادارو ته ورپیژنې او همداراز غیر مسلکي کسانو لپاره به د همکارو موسساتو په همکارۍ د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره  اود کار لپاره به د اړتیا وړ کیټونه ورکړي.

د هرات  کار او ټولنیزو چارو ریس میرزا محمد ابو منصور وايي:« هغوی چې راستنیږي موږ کولی شو ورته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړو او تر شپږو میاشتو وروسته ورته سرتفکت او کیټونه ورکول کیږي چې بیا دوی اضافه سرمایي ته ضرورت ونه لري.»

بل خوا راستنېدونکي افغانان هم ټینګار کوي چې په کور دننه دې ورته د کار زمینه برابره شي  چې  بیا د بې وزلۍ له امله کډوالۍ ته اړ نه شي.

له ایرانه راستون شوی ناظم وايي:« هیله من یم چې د افغانستان دولت د ځوانانو لپاره بودیجه او کار برابر کړي ترڅو موږ له تنګدستۍ او فقر نجات پیدا کړو.»

له ایرانه یو بل راستون شوی  قربان محمد وايي:« زه خیاط یم. له اسلامي امارت هیله من یم که وکولی شي زموږ لپاره کار ګاه جوړه کړي چې په کي ۱۰۰ کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړم او کوټ او شلوار به بهرنیو هېوادونو ته هم صادر کړو، دا زموږ د هېواد هم پر ګټه ده.»

د ایران او اسرايیلو ترمنځ د جګړې زور سره هېواد ته د افغان کډوالو راستنېدو لړۍ چټکه شوې او د مسوولینو مالوماتو له مخې، په ورځني ډول تر ۱۰ زره کسان د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist