Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هرات کې د یوناما پر دفتر برید په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شو

admin by admin
2021/07/31

افغان حکومت وايي، دغه برید پر کلکو ټکو غندي او زیاته یې کړې ده چې دغه ډول بریدونه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعالیتونه له ګواښ سره مخ کولای شي او بدې پایلې به ولري.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر نړیوالو غږ کړی چې بریدکوونکي ډله باید د جنګي جرایمو او د نړیوالو بشر دوستانه  قوانینو د نقض په تور تر پوښتنو لاندې ونیسي .

د یاد وزارت  مرستیال ویاند حامد تهذیب وايي: «بهرنیو چارو وزارت په هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید په کلکو ټکو غندي او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی د نړیوالو بشردوستانه قوانینو او د دوي نه ژمنتیا ثابتوي. له نړیوالې ټولنې زموږ هېله دا ده چې په افغانستان کې د جنګي جرایمو عاملین او د نړیوالو بشر دوستانه قوانینو ناقضين د ترجدي او قانوني څېړنو لاندې ونیسي.»

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په هرات کې د یوناما پر دفتر برید له شرم ډک کار بللی او عاملینو ته یې د مجازاتو غوښتنه کړې.

په افغاسنتان کې د ملګرو ملتونو استازې ډیبورا لاینز ویلي، د نړیوالو قوانینو له مخې، د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو او دفترونو بریدنو منع دي او دغه کار ښايي جنګي جنایتونو کې راشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیاله اري کانګو  وايي: «د دې بريد تر سره کوونکي بايد وپېژندل شي او مجازات شي. د وژل شوي افسر کورنۍ سره خپله خواخوږۍ شريکوو او ټپیانو ته عاجله روغتيا غواړو. د ملګرو ملتونو په پرسونل او مرکزونو بريدونه د نړيوالو اصولو له مخې منع شوي او شايد جنګي جنايت وګڼل شي.»

سپینې ماڼۍ هم دا برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې د نړیوالو قوانینو له مخې، د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو او دفترونو بریدونه منع دي او په افغانستان کې ملګري ملتونه  د غیر پوځي بنسټ په توګه یوازې د سولې د ټینګېدو او بشري حقونو برخو کې فعالیت کوي.

ناټو بیا ویلي، په هرات کې د ملګرو ملتونو دفتر چې ملکیانو ته خدمات وړاندې کول،تر برید لاندې راتلل یې غندو.

په کابل کې د بریتانیا سفارت هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي، هغو کسانو چې د ملګرو ملتونو پردفتر برید کړی، نړیوال قوانین یې تر پوښو لاندې کړي او باید محاکمه شي.

په ټوله کې پر نړیوالو ملکي بنسټونو بریدونه د افغانستان نړیوال باور ته زیان رسوونکي بلل شوي دي. 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: «دا چې په هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید کېږي او ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اوړي، دا کار د افغانستان نړیوال باور ته سخت زیان اړوي او داسې ښودل کېږي چې افغانان او افغانستان د نړۍ هېڅ ډول اصولو ته ژمن نه دی.»

تېره ورځ هرات کې د یوناما پر دفتر برید شوی، چې په پایله کې یې د دغه دفتر یو افغان ساتونکی ووژل شو او یو شمېر نور ټپيان شول. 

طالبانو بیا ویلي، د یوناما دفتر د جګړې سیمې ته نږدې دی، ښايي د متقابلو ډزو پرمهال یې ساتونکو ته زیان اوښتی وي، خو ملګرو ملتونو ویلي، پېښه څېړي د برید عاملین هرو مرو پيدا کوي او باید مجازات شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist