Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د بازار مومدنې نندارتون پرانیستل شو

هرات کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د بازار مومدنې نندارتون پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/21

هرات ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو او مالدارۍ محصولاتو نهم نندارتون جوړ شو.

مسوولان وایي، یاد نندارتون د کروندګرو او بڼوالانو کرنیزو حاصلاتو او تازه مېوو ته د بازار موندنې په موخه جوړ شوی چې۴۰ غرفو کې یې انګور، انځر، شات او نورې تازه میوې د درېیو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شي.

د هرات کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر بشیراحمد احمدي وايي: « سږ کال د کرنیزو او مالدارۍ د محصولاتو نهم نندارتون په هرات ولایت کې جوړ شو. په دې نندارتون کې له ۴۰ ډېرې غرفې اېښودل شوې او د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ محصولات په کې نندارې ته اېښودل شوي.»

په همدې حال کې د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین بیا روان کال کې د تېر کال په پرتله بهرنیو هېوادونو ته د تازه مېوو صادراتو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د دوی په خبره، روان کال د تازه مېوو صادراتو کچه له  ۷۰ ټنو  ۵۴۴ ټنو ته لوړه شوې.

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه آمر محمد یوسف امین وايي: « موږ په ۱۴۰۴ کال ۵۴۴ ټنه ۷۲۲ کیلو تازه مېوې چې انګور، مڼې، آلوبالو،  ګیلاس او نورې مېوې په کې شاملې دي، د هرات له باغونو ترلاسه کړې او د روسیې، متحده عرب امارتو او سعودي عربستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ته صادرې شوې دي.»

که څه هم مسوولان د تازه مېوو د صادراتو زیاتوالي خبره کوي، خو سوداګر او بڼوالان بیا د مېوو صادراتو برخه کې د وېزو ترلاسه کول او په کور دننه یې له ټیټو بیو شکایت کوي.

سوداګر محمد ابراهیم رسولي وايي: « د هېواد شرایطو ته په کتو، فعلا ً د مېوې لپاره د نړۍ پر کچه ارزانترین هېواد افغانستان دی. موږ رقابتي بازارونو ته لاسرسی نه لرو، تاجران مو د وېزې ستونزې لري او بڼوال مو سړې خونې نه لري.»

د هرات اوبې ولسوالۍ بڼوالو د انجمن مسوول جلیل احمد حبیبي وايي: « د بازار نوسانات هر کال د هرات بڼوالو ته زیان رسوي. یو کال د مېوې بیې لوړې دي، خو بل کال بیا خریدار نه لري. قېمتونه د هرې میاشتې په بدلېدو ښکته پورته ځي، موږ ثابتې بیې نه لرو.»

د مسوولینو د مالوماتو له مخې، په پام کې ده سږ کال هرات کې ۱۸۰ زره تر ۲۰۰ زره ټنو انګور، ۱۰ زره ټنه انځر او څه باندي ۱۷۰ ټنه شات ترلاسه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist