Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د هوا سړېدو سره هم‌مهاله د سون توکو بیې لوړې شوې دي

هرات کې د هوا سړېدو سره هم‌مهاله د سون توکو بیې لوړې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/21

هرات کې د ژمي په رسېدو او د هوا له سړېدو سره هر کال خلک د سون توکو په پېرلو کې له ستونزو سره مخ وي.

سږ کال هم د دې ولايت اوسېدونکي شکايت کوي چې د نورو کالونو په پرتله د سون توکو په ځانګړي ډول د لرګیو او ډبرو سکرو بیې لوړې دي، خو د اقتصادي وضعيت ښه‌ والي لپاره کاري فرصتونه کم دي.

دوی وایي، کمزورو اقتصادي شرایطو ته په کتو، په لوړه بیه د سون توکو پېرلو وس نه لري او له اړوند مسوولینو غواړي چې په بازارونو کې د سون توکو بیو د کنټرول لپاره جدي اقدامات وکړي.

د هرات اوسېدونکی عبدالکریم وايي: « خلک بې وسه دي، مهاجر زیات راغلل؛ خو امکانات کم دي. خپله حتا د دې وس نه لرم چې یو من لرګي واخلم.»

د هرات اوسېدونکی ناصر احمد وايي: « په داسې حال کې چې کاروبار نه شته، یو من سکاره په ۲۵۰ افغانیو دي، خو وړاندې په ۱۲۰ افغانیو وو. هرڅه ګران دي او نور هم ګرانېږي.»

په هرات کې دا مهال د څلور کیلو لرګيو بیه ۴۵ څخه تر ۷۵ افغانیو، یو من(اووه کیلو) ډبرو سکرو بیه ۲۵۰ افغانۍ او د یو کیلو اوبلن غازو بیه ۵۵ افغانۍ ده چې د پلورونکو په خبره یې، د کم پلور له امله يې د کاروبار بازار بې خونده شوی.

د سون توکو پلورونکي د بیو لوړوالي لامل په بازار کې د سون توکو کمښت یادوي.

د سون توکو پلورونکی محمد اسماعیل وايي: « کار او کاسبي صفر ته رسېدلي او د جایدادونو کرایې لوړې دي. حیران پاتې یوو څه وکړو.»

د سون توکو پلورونکی شېراغا وايي: « خلک په فقر کې ژوند کوي، یو کنده لرګي په ۸۰ افغانۍ دي، کارګر طبقه دا نه شي اخیستلی. کله چې لس افغانۍ عاید ونه لرې، په ۲۵۰ افغانۍ به یو من سکاره څنګه واخلې؟ خلک څه وکړي، بېوزلي ډېره ده.»

بله خوا، ځایي مسوولان بیا په بازارونو کې د بیو بشپړ کنټرول ډاډ ورکوي او زیاتوي چې په همدې موخه یې کمیسیون جوړ کړی، ترڅو د توکو بيې مشخصې او ترې څارنه وکړي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د هرات ولایت محلي اداره د ژمي په را رسېدو سره د سون توکو د بیو کنټرولولو لپاره هر کال مختلف پروګرامونه تر لاس لاندې نیسي. سږ کال هم هڅه کېږي چې د سون توکو بیې کنټرول او په عادي حالت کې پاتې شي.»

د هرات اوسېدونکي داسې مهال د سون توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي چې په خبره یې، تېر کال دا وخت یې یو من سکاره په ۱۴۰ افغانۍ رانیول، خو اوس دا بیه ۲۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist