Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د محرم میاشتې په مناسبت د وینې ورکولو کمپاین ترسره شو

هرات کې د محرم میاشتې په مناسبت د وینې ورکولو کمپاین ترسره شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/07

په هرات ولایت کې د محرم میاشتې۱۰ مې په مناسبت د ځوانانو لخوا د وینې ورکولو کمپاین ترسره شو.

مسوولین د یاد کمپاین موخه ټولنه کې د وینې ورکولو دود راژوندي کول یادوي او زیاتوي چې دې کمپاین کې به څه باندې ۴۰۰ کسان وینه ورکړي.

د کمپاین مسوول محمد رفیق شیرزی وايي:« د دې کمپاین موخه د ویني راټولو او د هرات حوزوي روغتون ویني بانک کې وینې زیاتوالی او اړمنو ته ویني ورکول دي. تاسو ټول پوهیږئ وینه هغه ماده ده چې بازار او مارکېټ کې نه پلورل کیږي. د اړمنو کسانو لپاره حیاتي ماده ده چې د دونرانو لخوا ورسره مرسته کیږي.«

دا کمپاین داسې مهال ترسره کېږي چې د یادې برخې مسوولین دې ولایت کې د وینې بانک برخه کې له کمښت سره مخ دي.

د هرات ویني بانک مسوولین هم وایي، حوزوي روغتون کې د وینې ذخیره له ۶۰۰ پاکټونو څ ۲۵۰ هغو ته راکمه شوې.

د هرات د وینې بانک امر حامد عمري په دې اړه وايي:« د وینې مصرف خو اوس بېخي زیات دی. موږ د هرات حوزوي روغتون کې روزمره ۱۷۰ تر ۱۸۰ پاکټه وینه توزیع لرو چې په کې آر.بي.سي، بلد رید، بیست بلد او پلازما دا ټول موجود دي.»

په همدې حال د هرات اوسېدونکي د وینې ورکولو دود بیا راژوندي کولو او وینې ورکولو سره د اړمنو لاسنیوي لپاره دا ډول کمپاینونو ترسره کولو هرکلی کوي او له نورو اوسېدونکو هم غواړي چې د وینې ورکولو سره ژوند وژغوري.

د هرات یو تن اوسېدونکی فیروز احمد وايي:« د انسان دوستۍ، ایماني او وجداني رسالت چې موږ یې لرو، د بشریت ژغورلو او څوک چې وینې ته اړتیا لري چون تاسو پوهیږئ وینه هغه ماده ده چې بازار سوپر مارکټونو کې نه پلورل کیږي دا همکارۍ باید په ټولنه کې زیاتې شي.»

سره له دې چې دا کمپاین په رضاکارنه توګه ترسره شو، خو روغتیا پالان د وینې ورکړې برخه کې سپارښتنه کوي چې سالم انسانان د خپلې وینې او روغتیا لپاره باید په کال کې یو ځل نورو ته وینه ورکړي.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist