په هرات کې د «فرهنګي ډېپلوماسۍ» تر سرلیک لاندې درې ورځنی نندارتون د بهرنیو چارو ریاست له خوا د ترکیې کونسلګرۍ په همکارۍ جوړ شو.
په دې نندارتون کې د هرات هنرمندانو له خوا ۱۳۰ هنري آثار چې د اسلامي لیکدودونو بېلابېل ډولونه لکه کوفي، ثلث، نسخ او نستعلیق په کې شامل دي، نندارې ته وړاندې شوي.
مسوولان د نندارتون له جوړېدو موخه د فرهنګي ډېپلوماسۍ پیاوړتیا، د هېوادونو ترمنځ د هنري اړیکو پراختیا او د هرات د فرهنګي او هنري ظرفیتونو پېژندنه یادوي.
د هرات بهرنیو چارو ریاست مرستیال رحمت الله فیضان وايي: « دغه نندارتون د خطاطۍ هنر پر محوریت جوړ شوی چې په کې د هرات خطاطانو او انځورګرانو آثار نندارې ته اېښودل شوي.»
د هرات خطاطانو ټولنې رییس عبدالجلیل توانا وايي: « په دې نندارتون کې د مختلفو اسلامي پېړیو لیکونه لکه کوفي، نستعلیق، ثلث، نسخ او نورو خطونو نسخې نندارې ته اېښودل شوې دي.»
په ورته مهال، هرات کې د ترکیې کونسلګرۍ مسوولان هم دا ډول پروګرامونه د افغانستان او ترکیې ترمنځ د فرهنګي اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم بولي او په کلتوري او هنري برخو کې پر دوامداره همکاریو ټینګار کوي.
هرات کې د ترکیې سرکونسل تزجان قاضي اوغلو وايي: « هیله مند یو دا نندارتون چې د بهرنیو چارو ریاست او کونسلګرۍ له خوا جوړ شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي اړیکي لا پیاوړي کړي.»
په ورته مهال، یو شمېر هنرمندان وایي، د خطاطۍ هنر او اسلامي لیکدودونه په ډېرو اسلامي هېوادونو کې ځانګړی ارزښت لري او د داسې نندارتونونو جوړول کولی شي د دې هنر د ودې، د تجربو د تبادلې او د ځوان نسل د هڅونې لپاره اغېزناک تمام شي.
خطاط غلام یحی هروي ګلراني وايي: « په دې نندارتون کې د افغانستان ډېری فرهنګي ویاړونه نندارې ته اېښودل شوي دي او دا د افغانستان د هویت لپاره مهم دي. موږ باید هڅه وکړو چې د اسلامي خطونه وساتو او وده ورکړو.»
خطاط امان الله پایا وايي: « کوم آثار چې اېښودل کېږي، د یوه هېواد د عالي فرهنګ څرګندونه کوي. که موږ ښه او سم آثار ولرو، دا څرګندوي چې زموږ فرهنګ ژوندی دی.»
د یادونې وړ ده چې د «فرهنګي ډېپلوماسۍ» نندارتون به د درې ورځو لپاره د لیدونکو پرمخ پرانیستی وي او د هنر مینه وال کولی شي د نندارتون له دغو هنري اثارو څخه لیدنه وکړي.