Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې بې سرپرسته ښځې له اقتصادي پلوه سختو ستونزو سره مخ دي

هرات کې بې سرپرسته ښځې له اقتصادي پلوه سختو ستونزو سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/10

په هرات ولای کې لیلا یوه له هغو  ښځو ده چې شاوخوا ۱۲ کاله وړاندې یې خاوند له لاسه ورکړی دی. هغه وایي، په کور کې د سرپرست نه لرلو له امله اړه ده چې د خپلې ۷ کسیزې کورنۍ مړولو لپاره کار وکړي.

لیلا اوس مهال د ۱۸۰ افغانیو په بدل کې پوره ورځ د پستو مغز پاکوي، خو دغه پيسې يې د اولادونو د نفقې چمتو کولو او د کور کرایې ورکولو لپاره کافي نه دي.

هغه زیاتوي:« دوولس کاله کېږي چې زما د ماشومانو پلار مړ دی؛ اووه تنه کوچني ماشومان را له غاړې دي. تر ټولو مشر زوی مې د اعصابو تکلیف لري او په کور پروت دی او ورپسې دویم زوی مې د مزدورۍ لپاره ایران ته استولی. اوس د کور ټولې ستونزې او لګښتونه ماته راپاتې دي.»

یوازې لیلا نه ده چې له دې ستونزو سره مخ ده بلکې ترڅنګ یې ګڼې نورې هم ښځې هم ورته ستونزې لري.

 نسیمه یوه له دغو ښځو ده، وايي، شاوخوا ل۱۰ کاله کېږي چې خاوند یې پر نشه ‌يي توکو روږدی دی او له تېرو ۷ کالو راهیسې یې د مړي او ژوندي پته نه مالومېږي.

نسیمه هم د لیلا په شان د خپلو اولادونو مړولو لپاره د پستو مغز پاکوي او هیله لري چې د نشه ‌يي توکو په بشپړ مخنيوي سره د هغې په شان نورې ښځې هم د خاوندانو د اعتياد له امله له کړاو سره مخ نه شي.

نسیمه په دې اړه وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې د نشه يي موادو په اړه ډېره هڅه وکړي او تریاک له منځه یې یوسي؛ ترڅو هېڅوک په دغو موادو معتاد نه شي.»

دغو ښځو ته د پستو مغز پروسېس کارخونې کې د یوه سوداګر له خوا د کار زمینه برابره شوې ده.

د پستو د پروسېس دغې کارخونې مسوولین وایي، شاوخوا ۵۰ تنو بې سرپرسته او بېوزله ښځو ته یې د کار کولو زمینه برابره کړې.

د کارخونې مسوول نظرمحمد عطایي وايي: « په دې ښځو کې د ځینو خاوندان ورک دي او د ځینو مړه شوي دي. دوی ته ماشومان ورپاتې دي او داسې څوک نه لري چې د دوی سرپرستي وکړي. دا ښځې د مجبوریت له امله دلته کار ته راځي.»

دا په داسي حال کې ده چې په هېواد کې تېرو جګړو له امله ډېری کورنیو خپل نارینه له لاسه ورکړي او سرپرستي یې د ښځو غاړې ته لوېدلې ده.

 که څه هم د اسلامي امارت له خوا څو ځله دغه شان ښځو ته د ستونزو هوارولو ډاډ ورکړل شوی، خو بې سرپرسته ښځې وايي، تر اوسه يې هېڅ لاسنیوی نه دی شوی.

شریک يې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist