Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې افغان انجنیرانو يو شمېر تخنيکي او برېښنايي وسايل جوړ کړي

هرات کې افغان انجنیرانو يو شمېر تخنيکي او برېښنايي وسايل جوړ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/21

په داسې حال کې، چې د هېواد لوی ښارونه د ژمي په راتګ سره د ډبرو سکرو په لوګي کې پټ وي او له امله یې ګڼ شمېر خلک د روغتونو تر کټونو رسېږي، یو شمېر افغان انجنیرانو د دغې ستونزې د هواري لاره موندلې ده.

محمد رفیق امیني یو له هغه پنځو انجنیرانو دی چې د انجنیرۍ تخنیک په څانګه کې یې لوړي زده ‌کړې کړې او په خپل نوښت سره یې د لومړي ځل لپاره په هرات ولایت کې د لوګي تصفیه کولو ماشین، له باد څخه د برېښنا د تولید توربین او لمریزه ژرنده ډیزاین او جوړ کړي دي.

هغه وایي، که سرپرست حکومت يې مالي ملاتړ وکړي او امکانات ورته برابر کړي، د نورو ورته وسايلو له جوړلو سربېره کولی شي په دې برخه کې نور ځوانان هم وروزي.

امیني زیاتوي:« که دولت رانه ملاتړ وکړي، له دې سربېره نور ډېر اختراعات هم لرو. زما اختراعات کولی شي زموږ ټولنې او هېواد ته ګټه ورسوي.»

دغه مخترع انجنیران وايي، د دوی له خوا جوړ شوي ماشینونه د ګاونډیو هېوادونو په کچه بې ساري  دي، لوړ کیفیت او ټیټ قميت لري.

د دغو انجینرانو له ډلې عبدالسلام افشان د خپل جوړ کړي ماشین ګټې داسې بیانوي: « زموږ له خوا جوړ شوی ماشین کولی شي، سل په سلو کې د ډبرو سکرو دود تصفیه کړي. بله ګټه یې دا ده، چې راټول کړی دود هم نه ضایع کېږي او په نورو ځایونو کې د کارولو لپاره پلورلو ته چمتو کېږي.»

دغه تخنيکي ماشینونه د یو خصوصي شرکت په مالي ملاتړ جوړ شوي.

د یاد شرکت مسوولین وایي، د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یې پر دغه شرکت پانګونه کړې او غواړي، چې د نویو اختراعاتو په برخه کې خپلې پانګونې ته پراختیا ورکړي.

د دغه شرکت مشر عبدالقدیم عظیمي وايي: « موږ غواړو لا ماډرن او عصري ماشینري ولرو؛ د همدې لپاره په پام کې لرو، چې خپله پانګونه ډېره کړو. راتلونکی کال به له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰کسانو کاګران ولرو.»

له دې وړاندې هم د هېواد پرکچه ګڼو نوښت ګرو ځوانانو ورته تخنيکي وسايل جوړ کړي، خو تراوسه سرپرست حکومت د دغو ځوانانو د انسجام لپاره د پام وړ ګام نه دی پورته کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist