Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هرات اوسېدونکي: له طالبانو د سولې غوښتنه لرو

admin by admin
2021/08/17

په هرات ولایت کې نن شپږمه ورځ ده،چې خلک د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې خپلې ورځنۍ چارې په عادي ډول پرمخ بیايي. 

په ښار کې د نورو ورځو پرتله د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او  داسې بریښي،چې خلک کم کم خپل عادي ژوند ته ورګرځي. 

د هرات  ښار یو شمېر اوسېدونکي له طالبانو د سولې او امن غوښتنې کوي. 

د هرات ښار اوسېدونکی:« د خوندیتوب او ارمش احساس کوو. خدای دې دوی بریالي لري. » 

د هرات ښار اوسېدونکی:«  موږ له دوی مننه کوو. دوی باید غله او هغه کسان،چې خلک،زوروي ونیسي.» 

دولتي ادارې پرانستل شوي او ډېری کارکوونکي خپلو دندوته ستانه شوي،خو اداري چارې لاهم په بشپړه ډول نه دي پيل شوي.

دلته حج اوقافو ریاست کې د طالبانو له لوري سرتېرو او نظامي کارکوونکو ته د بښنې کارتونو د ویش لړۍ لاهم روانه ده .

د ښار ځینو سیمو کې په وسلو سمبال طالبان لېدل کیږي او خلکوته د امنیت ډاډ ورکوي.

د ولسوالیو او د  ښار له  بېلابېلو سېمو خلک لاهم د والي لیدلو او خپلو ستونزو شریک کولو لپاره  ورځي. 

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال مولوي احمدالله واثیق پر دولتي کارکوونکو غږ کړی،چې خپلو دندو ته ستانه شي او خپلي  چارې پرمخ یوسي.

د طالبانو فرهنګي کمیسیون مرستیال مولوي احمد الله واثیق وايي:« ټولو دولتي ادارو ته خبر ورکړل شوی،چې مامورین یې راشي او بې له وېرې دې  ادارو کې  کار پيل کړي. مامورینو ته هېڅ ستونزه نشته ده.»

 هرات کې د اسلامي امارت له لور لوري ځینو دولتي ادارو ته منسوبین  پر دنده ګمارل شوي،خو اړونده برخو کې د طالبانو د طرحو او نورو تګ لارو نه موجودیت له امله لاهم چارې نه دي پیل شوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist