Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نېکلاسن:  له افغانستان سره د نړيوالو بشري مرستو موخه د اقتصادي بحران مخنيوی دی

نېکلاسن: افغانستان کې وضعیت ښه لور ته روان دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/08

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن هېله مندي ښودلې،چې په افغانستان کې وضعیت ښه لور ته روان دی او اسلامي امارت باید کورني مشروعیت پسې وګرځي.

نېکلاسن د ښوونځيو پرانیستل او د دولتي پوهنتونونو بیا پیل،یو غوره زیری یاد کړی او دا یې د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره مثبت ګام وباله. 

نېکلاسن زیاتوي:«د افغانستان نوي حکومت نجونو او هلکانو ته د زده کړو اجازه ورکړې ده او د پوهنتونونو دروازې یې پرانیستې دي. داسې هېله مندي شته دی،چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مثبت لوري ته ولاړ شي. سره له دې چې اوس مهال یې په اړه اندېښنې شته، افغانستان حکومت دې اوس مهال کورني  مشروعیت پسې وګرځي.» 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې اند دي،چې اروپايي ټولنه به خامخا له نویو خبرونو خبره وي،ځکه د افغانستان د روان وضعیت په تړاو خوشبیني څرګندوي. 

دوی وايي، دا د افغانستان د رسمیت پیژندنې او امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره نیک فال دی.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« امریکا او اروپايي ټولنه او یا ناټو هېوادونه غواړي،چې افغانستان ته ډېر امتیازات ورکړي او ژر تر ژره دې سیمې ته راشي. مخکې له دې چې روسیه دې سیمې ته راشي، دوی ته تهدید جوړ کړي. نو دا د افغانستان لپاره ډېره ښه ده او په نیک فال باید ونیول شي،چې نړۍ خوشبیني وښيي او رسمیت پیژندنه وشي او افغانستان له منزوي حالته ووځي.» 

یو شمیر نور بیا په دې اند دي،چې د اوکراین او روسیې له کړکیچ وروسته، افغانستان اوس د نړیوالو د لومړیتوب له لیست پریوتی دی او نړیوالې ټولنې د بل سرخوږي ختمولو لپاره نرمښت ته مخه کړې او تعامل غواړي.

د سیاسي چارو کارپوه  قریب الرحمن شهاب وايي:« د نړیوالو لومړیتوبونه د اوکراین په جګړې سره نور هم تغییر شول او افغانستان اوس د نړیوالو له لومړیتوبونو قرار قرار په وتو دی. نو ځکه نړیواله ټولنه نه غواړي،په افغانستان کې اضافي سرخوږی ولري،نو د تعامل وړ یو ادرس دلته باید موجود وي.  بل دا،چې د پسرلي په راتګ سره د شته خطرونو سربېره که طالبان خپله کورنۍ دنده په سمه توګه ترسره کړي،نو د لویدیځو له لوري د نرمښت تمه شته دی.» 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی داسې مهال د افغانستان بشري وضعیت په ‌تړاو خوشبیني ښيي،چې دغې ټولنې کابو دوه میاشتې وړاندې په‌ کابل کې خپله استازولي پرانیستې او له نږدې د وضعیت ارزوونه کوي.

  تازه د اسلامي همکاریو سازمان هم وړمه ورځ کابل کې خپل دفتر پرانیست او ځانګړي استازي یې ډاډ ښودلی دی، چې د بشري مرستو سربېره د افغانانو د ژوند ښه‌ والي لپاره هڅې وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist