Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نیټبورن: د سپټمبر یوولسمې پېښې قربانيان د افغانستان بانک شتمنيو حق نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/28

د امریکامتحده ایالتو لخوا د افغانستان بانک د څه باندې ۷ میلیارده ډالرو کنګل شوې شتمنۍ برخلیک لاهم څرګند نه دی.

په لومړیو کې د امریکامتحده ایالتو ولسمشر جو بایډن پرېکړه وکړه،چې د یادو پیسو نیمایي برخه به د سپټمبر ۱۱مې قربانیانو کورنیو ته ورکړي او پاتې نیمایي به د بشري مرستو په توګه افغانستان ته لیږي،چې دغه مسله یې د نهايي پریکړې لپاره نیویارک کې یوې محکمې ته وسپارله. 

اوس تازه د د نیویارک محکمې یوې قاضۍ سارا نیټبورن د دغې پریکړې مخالفت کړی او وړاندیز یې کړی،چې کنګل شوې شتمني دې ازاده شي.

نیټبورن ویلي، افغانانو په تیره جګړه کې قرباني ورکړې او نور باید ونه ځورول شي.

نیټبورن زیاته کړې:«د طالبانو د بریدونو قربانیانو له کلونو راهیسې د عدالت، حساب ورکونې او جبران لپاره مبارزه کړې، دوی د ډېر څه حق لري. مګر قانون هغه تاوان په اړه محدودیتونه لري،چې محکمه یې د ورکولو واک لري او دغه محدودیتونه د افغانستان بانک شتمنۍ د محکمې له واک څخه لرې ساتي.» 

بل خوا له وړاندې د سپټمبر ۱۱مې د قربانیانو کورنیو غړو ویلی ول،چې دوی ته د دغه پیسو ورکول سم کار نه دی او له ولسمشر جو بایډن یې غوښتې وو،چې افغانانو ته یې خپل حق ورکړي. 

د سپټمبر یوولسمې پېښې قربانیانو د کورنیو د لیک یوه برخه:« د افغانستان د ۷ میلیارده شتمنۍ څخه د سپټمبر ۱۱ د قربانیانو کورنیو ته د پیسو ورکولو پریکړه له قانوني پلوه شکمنه او له اخلاقي پلوه یو غلط کار دی. ژر امر وکړئ او وې منئ،چې د افغانستان مرکزي بانک پیسې یوازې او یوازې افغانانو پورې اړه لري.» 

د دې تر څنګ ملګرو ملتونو کې د افغانسان سرپرست استازي نصیر احمد فایق دغه خبر ته خوښي ښودلې او ویلي يې دي، چې هېله لري،ډېر ژر به د افغانستان بانګ شتمني ازاده شي او افغانانو ته یې مبارکي هم ویلې ده. 

فایق زیاته کړې:« نن د نیویارک محکمې د سپټمبر د ۱۱مې قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شوې شتمنۍ ورکولو غوښتنه رد کړه. د افغانستان خلکو ته دې دغه له خوښۍ ډک خبر مبارک وي.» 

که څه هم د کنګل شو پیسو د برخلیک په تړاو تر اوسه پورې کره معلومات نشته دي،خو هېله شته،چې ازادې به شي.

بل خوا اسلامي امارت بیا تر اوسه پورې دغه خبر ته کوم غبرګون نه دی ښودلی،خو له وړاندې یې د خوشي کولو غوښتنه کړې وه او ویلي وو،چې دا د دوی حق نه،بلکې د عامو افغانانو حق دی او کنګل کول یې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist