Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نیومن: که ا.ا پر خپل اوسني دریځ کلک پاتې شي احتمال شته افغانستان کې د بې وزلۍ کچه زیاته شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/13

د اروپایي ټولنې د پارلمان غړې هانا نیومن کابل ته راغلې او د اسلامي امارت چارواکو په ګډون يې له خبریالانو، د بشر او ښځو حقونو فعالانو سره لیدلي دي.

 نیومن د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، له افغانستانه د تلونکو لوستو ښځو او متخخصینو په اړه اندیښمنه ده او په خبره یې دا چاره د افغانستان راتلونکې لا په خطر کې اچوي.

 نیومن ټینګار وکړ،چې اسلامي امارت پر خپل اوسني دریځ کلک پاتې او دا به د دې لامل شي،چې په افغانستان کې د بې وزله خلکو شمېر لا زیات شي.

نیومن زیاته کړه:« دا نجونې ښوونځیو ته نه ځي، په دې مانا ده،چې ښځو ته د زده کړو چانس او پیسو ګټلو چانس نه ورکول کیږي. دا په دې مانا ده،چې ټوله کورنی په بې وزلی کې ده او دا به د افغانستان بې وزلي نورو نسلونو ته هم وغځوي. زه فکر نه کوم،چې د

نړی هېڅ رهبر به داسې یو څه د خپل هېواد لپاره و غواړي،نو  موږ هېله من یو،چې مثبت بدلون وګورو.» 

ک نیومن  وايي،ښځې په افغانستان کې د ځان لپاره راتلونکې نه ګوري او هغه کسان،چې غواړي دلته نوې سوداګري پیل  کړي، له مبهم وضیعت سره مخ دي.

په ورته وخت کې هغې په افغانستان کې خبریالانو، ښځو او د تېر حکومت غړو په تړاو هم اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه،چې دوی له هم نادرکه کیږي.

نیومن زیاته کړه:« ما دلته د لاریونکوونکو او خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کیسې اوریدلي او دا مې اوریدلي،چې د تېر حکومت غړي نا درکه کیږي،چې اوسنۍ  اداره یې نور نه غواړي. دا هغه څه دي، چې نړیواله ټولنه یې نه شي زغملی.» 

نیومن وايي،  لا هم په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو ته ژمن دي، خو ټینګار یې وکړ،چې د دې مرستو دوام لپاره باید په افغانستان کې مثبتو بدلونونه وګوري.

هغې زیاته کړه:« موږ به هغه وخت خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړو،چې په افغانستان کې مثبت بدلونونه وګورو. موږ څنګه کولای شو، د اروپا خلکو ته د دې پیسو لګولو توجیه ورکړو، کله چې په افغانستان کې نجونې ښوونځي ته نه شي تللی، کار نه شي کولی او د

دوی پیسو یوه برخه طالبان اخلي.» 

هانا نیومن،چې په لومړي ځل یې افغانستان ته سفر کړی وايي،افغانستان کې د خلکو لپاره کار کول لا سختیږي او د دې وېره شته  دی، چې دا هېواد خپل بشري پوټانسیل لا ډېر له لاسه ورکړي.

نیومن زیاته کړه،که اسلامي امارت ځواکونه ښه جنګیالي دي،خو د حکومتولی لپاره ځانګړو مهارتونو او له خلکو سره ډیالوګ ته اړتیا لري.

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist