Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نیمروز کې د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې

نیمروز کې د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/27

د نمیروز ولایت په ګنګ ولسوالۍ کې د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته پایته رسېدلي ده.

د راپورونو له مخې، دغه نښته نن سهار پيل او د ماسپښين تر شااوخوا درې نیمو بجو پورې یې دوام وکړ.

د ملي دفاع وزارت وياند شمشاد سره خبرو کې نښته تائيد کړه،خو جګړه کې یې د اوښتو زیانونو او د نښتې علت په تړاو څه ونه ويل.

د ایران تسنيم خبري آژانس خبر ورکړی دی،چې دغه  نښته نن سهار پیل شوې او شاوخوا ۴ ساعته دوام وروسته پاې ته رسيدلې.

په هغه ویډیو کې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښکاري چې ايراني پوځيان يو بل هڅه وي، چې په افغان خاروه درنې وسلې و کاروي.

 د فارس خبري آژانس راپور له مخې،څو ساعته مخکې د ساسولي پوستې ته څېرمه د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ شخړه رامنځته شوه،چې وروسته په نښته واوښته او دواړو خواوو پر یو بل سپکې او درنې وسلې وکارولې.

د ایران او افغانستان ترمنځ په سرحدي پوله رامنځته شوې جګړې لومړۍ کرښې ته د نيمروز ولايت لوړپوړي نظامي مسوولين هم تللي او په سرحد کې د ایراني پوله ساتو مشرانو سره د شخړې د علت په اړه یې څیړنې پيل کړي.

افغان او ايراني سرحدي ځواکونه دغه نښته داسې مهال کيږي،چې په کابل کې د ایران سفير د افغانستان  بهرڼيو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره د تهران او کابل د اړيکو په ښه کيدو او دغه راز په ياد هېواد کې د زندانيانو او نورو مسايلو په سر په خبرو وو.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل  ویلي، دواړو خواوو  د افغان بندیانو د انتقال د پروسې په بیاپیلولو، پر اعدام محکوم بندیانو داعدامونو ځنډولو او افغان اتباعو ته دویزو پر تسهیل او دغه راز د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې تأمین تر څنګ په نورو دوه اړخیزو مسایلو بحثونه وکړل.

 نیمروز کې د پولې پر سر د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د نښتې علت تر اوسه پورې نه دی څرګند، خو سرچينې وايي چې ایراني ځواکو افغان خاروې ته څيرمه تاسيسات جوړول،چې د لفظي شخړې وروسته دواړو خواوو نښته پیل کړه او ساعتونه يې دوام وکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist