Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړۍ له افغان زلزله ځپلو سره د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې

نړۍ له افغان زلزله ځپلو سره د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/03

که څه هم د افغانستان د ګاونډيانو په ګډون بېلابېلو هېوادونو او شخصیتونو له زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې او یو شمېر هېوادونو له افغانستان او په ځانګړي ډول د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې ټټر وهلی.

د هند،‌ چین، سویس او بریټانیا په ګډون ځينو هېوادونو له زلزله ځپلو سره مرستې اعلان کړې دي.

 د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هند په بېړنیو مرستو کې زر خېمې او ۱۵ ټنه خوراکي توکي شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل په دې اړه وايي: « همدا ډول یې د عاجلو بشري مرستو چې په کې زر خېمې او ۱۵ ټنه خوراکي مواد شامل دي، اسلامي امارت ته یې د سپارلو خبر ورکړ. همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې هېواد به یې د درملو او غذا په برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړي.»

د بریټانیا د بهرنيو چارو وزارت د زلزلې له قربانيانو سره د يو ميليون پونډو په ارزښت د بېړنۍ مرستې اعلان کړی او په اعلامیه کې یې ویلي چې دغه پیسې به د ملګرو ملتونو او سره صلیب نړیوالې ټولنې له لارې په ډېرو اغېزمنو سیمو کې پر روغتيايي پاملرنې او د بېړنيو توکو پر چمتو کولو ولګول شي.

اعلامیه کې ویل شوې: « موږ له قربانيانو سره د بېړنۍ يو ميليون پونډو مرستې اعلان کوو. دغه پیسې به د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او نړيوال سره صليب له لارې په ډېرو اغېزمنو شویو سیمو کې پر روغتيايي پاملرنې او د بېړنيو توکو پر چمتو کولو ولګول شي. دا بېړنۍ مرسته به زموږ له ملګرو سره مرسته وکړي چې خورا سختو ځپل شويو ته روغتيايي خدمتونه او بېړني توکي ورسوي.»

په دې منځ کې یو شمېر افغان سوداګرو هم د مرستې اعلانونه کړي.

 افغان پانګوال او د عزيزي ګروپ ریيس میرویس عزیزي د افغانستان په ختيځ کې د زلزلې له کبله خواشيني څرګنده کړې او د دې پېښې له قربانيانو سره يې د ۵۰۰ ميليونو افغانيو د مرستې اعلان کړی.

عزیزي زیاته کړې: « ما خپلو همکارانو ته په عزيزي بنسټ کې لارښوونه کړې ده چې د اړتياوو د سروې او ارزونې لپاره ژر تر ژره اغېزمنو سيمو ته سفر وکړي او د مرستو د وېش بهير هر څومره چې ژر کېدای شي پيل کړي.»

د پښتونخوا پانګه ‌وال جاوېد افریدي هم له افغانانو سره په دې غم کې ځان شریک بللی.

هغه چې د پاکستان په سوپر لیګ کې د پېښور زلمو کرېکټ لوبډلې څښتن هم دی، له زلزله ځپلو سره یې سملاسي د ۱۰ میلیونو پاکستاني روپیو مرستې اعلان کړی.

په کونړ کې بیا ځایي اوسېدونکي د حکومت ترڅنګ پر نړیوالو هم غږ کوي چې د دوی لاسنیوي ته را وړاندې شي.

د کونړ یو تن ځایي اوسېدونکی وايي: « حکومت خپله وسه کوي او ډېره په چټکۍ یې کوي، خو دا د افغانستان د خلکو او حکومت له وس بره خبره ده. زما له ټولې نړۍ غوښتنه ده چې زموږ انسان او څاروي ټول تر خاورو لاندې ایسار دي، په را ایستلو کې یې مرسته وکړئ؛ ترڅو مړي هدیرو او ټپیان روغتونونو ته ولېږدوو.»

حکومتي چارواکي هم وایي، سملاسي یې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو په موخه ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي او په خبره یې، اړتیا ته په کتو د مرستو دا اندازه ډېرېدای شي.

اسلامي امارت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده پر مشرۍ زلزله ځپلو ته د رسېدو په موخه یوه کمېټه هم جوړه کړې.

حکومتي چارواکو او د ملګرو ملتونو ادارو ویلي، په کونړ او ننګرهار کې د تېرې یکشنبې(د وږي نهمه) په ماخوستن د شوې مرګونې زلزلې له کبله تر اوسه څه باندې ۱ زر ۴۲۱ تنه شهیدان شوي او تر ۳ زره ۱۲۴ پورته نور ژوبل دي.

د حکومتي چارواکو په خبره، یوازې د کونړ په نورګل، څوکۍ، چپه دره، پېچ دره، وټپور او اسعد اباد کې څه باندې ۵ زره کورونه ویجاړ شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist