Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیوال بانک: خراب اقتصادي وضعیت او دوامداره بحرانونو د افغانستان اقتصادي وده کمزورې کړې

نړیوال بانک د کاسا زر پروژې د پاتې چارو بشپړولو پرېکړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/19

واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره د نړيوال بانک په مالي ملاتړ له منځنۍ اسيا، سوېلي اسيا ته د افغانستان له لارې د انرژۍ لېږد کاسا زر پروژې عملي کارونه پر ټپه ودرېدل.

خو ياد بانک يو وار بيا د يادې پروژې د پاتې کارونو د بشپړولو پرېکړه کړې او تېره اوونۍ يې په يوه خپاره کړي راپور کې وويل، چې په نږدې راتلونکې کې به د کاسا زر پروژې عملي کارونه بيا پيل کړي.

د کاسا زر پروژره ۱۳سوه مېګاواټه برېښنا له تاجکستان او قرغزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي، چې له دې لارې د لېږدېدونکې برېښنا له ټوله‌ييز حجم ۳سوه مېګاواټه يې افغانستان او پاتې زر مېګاواټه يې پاکستان ته ورکول کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د کاسا زر پروژه د افغانستان اقتصادي ودې لپاره دروازه ده چې پرانېستل به شي.

دغه راز دوی وايي، د دې پروژې ګټه په مستقيمه توګه عامو افغانونو ته رسېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه محب‌الله شریف وايي: « دا به د ۱۵۲  زره کورنیو په ژوند کې بدلون راوړي، که چېرې دغسې پروژې عملي کېږي نو افغانستان لپاره به د کاسا زر لومړنۍ اقتصادي لویه پروسه وي چې دا مسیر پیلوي، بهرنی مالي تمویل لري او ترڅنګ به یې د افغانانو لپاره نه یوازې په فردي شکل د اقتصادي لاسته راوړنې او د عوایدو د لوړېدو لامل کېږي، بلکې زما په نظر د نورو ورته پروژو لپاره به هم لاره هواره کړي.»

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت هم په راتلونکې کې د يادې پروژې د عملي کارونو خبر ورکړی او زياته کړې يې ده، چې افغانستان به په کلنۍ توګه د دې پروژې له درکه له ۴۰ تر ۵۰ ميليونه ډالرو د ټرانزیټ فیس ترلاسه کوي.

د کاسا زر پروژې مسير له تاجکستان څخه د شېرخان بندر له لارې د کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپيسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولايتونو تېرېږي او د خيبرپښتونخوا له لارې پاکستان ته رسي.

ځينې د اقتصادي چارو کارپوهان هم د یادې پروژې د بيا پيلېدو په اړه خوښ دي او وایي، په اوسنيو شرایطو کې د ورته پروژو تطبيق پر اقتصادي ګټو سربېره د پيوستون د نقطې په توګه د افغانستان ارزښت تثبيتوي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالوارث امیري وايي: « دغه پروژه د افغانستان او غړو هېوادونو لپاره ګڼې اقتصادي ګټې لري، په افغانستان کې به د فقر، بې وزلۍ او بې کارۍ کچه ورسره کمه شي، خلک به په کار بوخت شي او د برېښنا د کمښت ستونزه کې به کموالی راشي.»

په همدې حال کې د افغانستان برېښنا شرکت د نړیوال بانک د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې به یې د کاسا زر پروژې نیمګړې چارې بشپړې شي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي وايي: « د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه او رهبري د نړیوال بانک د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې یې دوی د کاسا زر پروژې پاتې چارو ته لېوالتیا ښودلې ده. د افغانستان د برېښنا شرکت دغه نېک اقدام د ولس او سیمې پر کچه اړین بولي او مننه ترې کوي، ترڅنګ یې غواړې ټولې هغه پروژې دې بیا پیل شي، چې  نړیوال ډونران او پانګه وال یې درلودل.»

د برېښنا لېږد د سيمه‌ييزې پروژې چارې چې په هېواد کې دننه د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، کولی شي په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ، سیاسي او اقتصادي ټیکاو او د افغانستان لپاره د نړیوال باور زياتېدو زمینه برابره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist