Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیوالو د شرعي حدودو عملي کولو په تړاو یو ځل بیا نیوکې کړي

نړیوالو د شرعي حدودو عملي کولو په تړاو یو ځل بیا نیوکې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/13

سنګسار، په درو وهل او ځینې نور حدود چې اسلام کې د یو شمیر خطاوو لپاره د سزا په توګه ټاکل شوې او اوس په ټول افغانستان کې د حکومت لخوا عملي کیږي د نړیوالو غبرګونونه یې پارولې دي.


په لومړیو کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) یو راپور کې د حدودو په عملي کولو نیوکې کړي او اوس بیا د دغه سازمان د بشري حقونو کارپوهانو یې د بندیدو غوښتنه کړې.


یادو کارپوهانو په یوه ګډه خبرپاڼه  کې ویلي،چې دا سزاګانې د نړیوال قانون خلاف  او غیر انساني دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د خلکو سنګسار کول یا تر د یوال لاندې کول او دا ډول نورې شکنجې  او مجازات، دا سزاګانې د نړیوالو قوانینو خلاف دي. موږ پر مسوول چارواکو غږ کوو،چې په سمدستي توګه د مرګ د سزا  او درو وهلو په ګډون ټولې جسمي سزاګانې بندې کړي.»


اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وړاندیز کوي، که په هېواد کې ټولو خلکو باندې یو ډول حدود تطبیق او سزاګانې ورکړل شي، نو د نړ‏یوالو لپاره به دې موضوع کې د نیوکې ځای پیدا نه شي.


خو دیني عالمان حدود عملي کول په اسلام کې یوه وجیبه ګڼي او وايي، دا د قران یو امر دی،چې د عبرت لپاره تطبیق کېږي او پرې نیوکه له اسلام ناخبره خلک کوي.


تازه اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو دې غوښتنې ته کوم غبرګونه نه دی ښودلی،خو له دې وړاندې یې د یوناما راپور بې اساسه بللی وه او حدود یې د شرعیت یو اصل بللی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist