Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیواله رسمیت پېژندنه د حکومتونو لپاره څومره اړینه ده؟

نړیواله رسمیت پېژندنه د حکومتونو لپاره څومره اړینه ده؟

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/20

نړیواله رسمیت پيژندنه د هېوادونو حکومتونو د پایښت او پرمختګ لپاره مهم عنصر دی چې باید وې لري.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي، هغه هېوادونه چې نړۍ یې په رسمیت پېژني پرمختګ یې کړی، اقتصاد یې پیاوړی شوی، امنیت یې پر دایمي ثبات بدل شوی او همدا راز وګړي یې له خپلو ټولو نړیوالو حقوقو برخمن وي.

دوی وايي، هغه هېوادونه چې حکومتونه یې له نړیوال مشروعیت بې برخې وي له سختو ستونزو سره مخ وي، ولسونه یې له پرمختګ پاتې وي او د نورو پرمرستو تکیه وي.

د کارپوهانو په خبره، سره له دې چې په هېواد کې وروستیو طبیعي پېښو زیانمنو ته د حکومت او نورو خیره بنسټونو او موسسو له لوري رسېدنه شوې؛ خو که افغان حکومت له نړۍ سره رسمي اړیکې درلودلی نو اوس به افغانستان ته د مرستو سېلابونه رامات شوي وو.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « موږ ګورو چې په دې وروستیو کې افغانستان له طبعي افتونو کړېږي، د زلزلو راتلل او اوس د سېلابونو زیاتوالی، په تېر کې د وچکالۍ شتون، دا ټول موږ ته راښيي چې نړیواله رسمیت پېژندنه څومره مهمه ده، که چېرته افغانستان په رسمیت پېژندل شوی دولت درلودلی نو اوس به د دې ستونزو د حل لپاره ډېرو زبرځواکونو او نړیوالو جوړښتونو د لاسنیوي، بسپنې او مرستو لاسونه رااوږده کړي وو. موږ چې رسمیت نه لرو، په نړیوالو بحثونو کې د یوه رسمي جهت په توګه نه حاضرېږو نو نړیوال هم موږ سره له مرستې ډډه کوي.»

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي: « په نړیواله سطحه د رسیمت پېژندنې او اړیکو د پراختیا لپاره په نړۍ کې د موجودو اصولو، قوانینو او مقرراتو منل هغه څه دي چې له مخې یې حکومتونه د نړیوالو مقاماتو او د نړۍ هېوادونو له لوري په رسمیت پېژندل کېږي، د اړیکو د پراختیا لپاره ګټور تمامېږي او کومې ننګونې او ناورینونه چې لري په اسانۍ یې حلولی شي، د نړیوالې ټولنې د باور وړ ګرځي او په نړیواله کچه مهم ځای خپلوي؛ خو له بده مرغه هغه هېوادونه چې د ملګرو ملتونو قوانین، کنوانسېونونه او منشورونه ونه مني نو مالومداره ده چې پر رسمیت نه پېژندل کېږي، ورځ تر بلې د انزوا لور ته ځي او له سیاسي، اقتصادي، بې وزلۍ او بې کارۍ له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.»

کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان اوسنیو شرایطو پر اساس اړینه ده چې له نړۍ سره مثبت تعامل وشي او هېوادونه د رسمي اړیکو په اساس یوځل بیا کابل کې خپل ډیپلوماتیک حضور ولري او په همدې توګه د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ هلته فعالې شي.

غوښتنه داده چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې دې افغان حکومت له نړۍ سره تعامل ته ورسیږي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « زما په نظر خو شرایط دا ایجابوي چې له نړیوالې ټولنې سره د یوه مثبت تعامل له لارې، چې په هغې کې زموږ ملي ګټې او اسلامي ارزښتونه خوندي وي، اړیکې پراخه شي. ترڅو به موږ په دغسې حالت کې یو چې نړیواله ټولنه مو په رسمیت نه پېژني، نړۍ ټوله راکړه ورکړه کې ده؛ نو داسې یو تعامل دې وشي چې هم په کې نړیوالو ته ګټه وي او په لومړي قدم کې د افغانانو ګتې وي.»

ځېنې نور بیا وايي، افغان لوری باید د نړۍ ټولې هغه مشروع غوښتنې چې له اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه دي او د رسمیت پېژندنې لپاره یې د شرط په توګه وړاندې کړي دي باید عملي کړي، چې له دې سره به په دې برخه کې د نړیوالو پلمې پای ته ورسېږي او افغانستان به یوځل بیا په نړیوال سټیج کې خپل ځای پيدا کړي.

دوی وايي، له دې پرته به افغان ولس له سختو نورو ستونزو سره هم مخ شي.

د سیاسي چارو کارپوه واحد فقیري وايي: « د نړیوالې ټولنې هغه مشروع غوښتنې چې د بشر حقونو ته احترام دی، د ښځو حقونو ته درناوی دی، ټولشموله حکومت جوړول دي نو په دې ټولو لارو کې باید مثبت ګامونه واخلو څو مو نړۍ پر رسمیت وپېژني.»

خو افغان حکومت بیا تل ټینګار کړی چې له ټولې نړۍ سره داسې ښو او نږدې اړیکو غوښتونکی دی چې په متقابل درناوي ولاړې وي او ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist