Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نورستان کې د سېلابونو راوتو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي

نورستان کې د سېلابونو راوتو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/21

د هېواد په ختیځ ولایت نورستان کې درانه سېلابونه راوتلي چې د ګڼو دولتي ودانیو او مارکېټونو ویجاړولو ترڅنګ یې، خلکو ته درانه ځاني زیانونه هم اړولي دي.

د نورستان والي چې خپله هم د ژغورنې په چارو بوخت وو، له شمشاد سره په خبرو کې د را وتلیو سېلابونو د زیانونو په اړه وايي چې د اوس لپاره د اوښتي ځاني او  مالي زیان په اړه څه نه شي ویل کېدای.

قاری ذین العابدین عابد وايي: « زموږ ښاروال صاحب سره له ملګرو لادرک دی، همدارنګه د لومړي کنډک قوماندان او ملګري یې هم تر اوسه لا درک دي. همدارنګه ګڼ شمېر دوکانداران، سیلانیان او نور خلک لادرک دي. د اوس لپاره کار روان دی، کله چې معلومات وشي، له تاسو سره به یې هم شریک کړو. زه له حکومتي چارواکو، نړیوالو ادارو ، موسساتو  او ملي سوداګرو غږ کوم چې د نورستان له خلکو سره مرسته وکړي.»

د نورستان والي ویاند هم شمشاد سره خبرو کې وايي چې دغو سېلابونو په مرکز پارون کې دولتي ودانۍ، مارکېټونه او د عامو خلکو کورونه لاندې کړي  او سیمې ته غځېدلې لارې هم تړلې شوې دي.

فریدون صمیم پر مرستندویه ادارو غږ کړی چې سېلاب ځپلو خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د نورستان والي ویاند وايي: « دلته پارک و، د ښاروالۍ ریاست، بازار او هوټلونه ټول سېلاب وړي. زموږ د سرې میاشتې ټیمونه، حوادث او امنیتي ځواکونه بوخت دي او د ژغورنې عملیات ترسره کوي. د ګڼو ملکي وګړو ترڅنګ، زموږ دولتي کارکوونکي هم لادرک دي. زموږ د معلوماتو له مخې، خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي، خو کره شمېرې یې نه دي څرګندې.»

د نورستان په مرکز پارون کې دا سېلابونه داسې مهال را وتلي چې د ګرمۍ موسم دی او د هېواد د بېلابېلو سیمو خلک د تفرېح لپاره پارون ته ځي. دا چې دغو سېلابونو سیلانیانو ته هم کوم زیان اړولی که نه، په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

پلازمېنه کابل کې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد وايي، تر اوسه نورستان کې د را وتلیو سېلابونو له امله ۲۰ تنه شهیدان، شاوخوا ۸۰ تنه ټپیان او له ۱۰۰ زیات لادرکه دي.

د حماد په خبره، دغو سېلابونو ګڼ شمېر کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات ویجاړ کړي. نوموړي څرګنده کړې چې د ژغورنې عملیات دوام لري او له خلکو یې غوښتي چې له سېلابي سیمو دې لرې اوسي.

په ورته مهال،  په راپورونو کې ویل شوي چې د ډیورنډ فرضي کرښې کوزې غاړې ته په لواړګي کې هم سیلابونه راوتلي او د افغان کډوالو یوه لارۍ یې له ځان سره وړې ده.

په دغو سېلابونو کې افغان کډوالو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

جولای 21, 2026
موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی
افغانستان

موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

جولای 21, 2026
د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې
افغانستان

د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

جولای 21, 2026
د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی
افغانستان

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

جولای 20, 2026
چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

جولای 20, 2026
شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي
افغانستان

شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

جولای 20, 2026

وروستي خبرونه

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

جولای 21, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

جولای 21, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

جولای 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist