Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار کې هوايي برید درنده مرګ ژوبله اړولې

admin by admin
2019/09/19

د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ کې تېره شپه د بې پیلوټه الوتکې برید درنده مرګ ژوبله اړولې ده.

د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، برید د خوږیاڼو ولسوالۍ وزیرو تنګي سیمه کې چې تورې بوړې ته څيرمه ده پر داعش وسله والو شوی چې په کې لږ تر لږه شل تنه وژل شوي دي.

برید کې د وژل شویو شلو کسانو جسدونه تر اوسه موندل شوي دي.

برید تیره شپه شاوخوا یوه بجه شوی دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار جاوید زمان غمشریک بیا وايي، برید په هغو کسانو شوی چې په سیمه کې یې جلغوزي راټولول.

غمشریک وژل شوي شل کسان بیا کاریګر بولي.

د ولایتي شورا غړی اجمل عمر بیا وايي، بې پیلوټه الوتکې برید کې دیرش کسان وژل شوي او څلویښت نور ټپیان دي چې ټول ملکي وګړي دي.

غوڅ ملاتړ ماموریت بیا وايي، د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ وزیرو تنګي سیمه کې د بې پيلوټه الوتکې د برید په اړه څیړنې کوي.

غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي، دوی به د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو سره په ګډه  څیړنې وکړي چې برید کې چاته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist