Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار کې هدفي وژنو دیني عالمان ډارولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/20

ننګرهار کې د دیني عالمانو هدفي وژنو خلک ډارولي او ځینې دیني عالمان یې له دندو ګرځولي.

ننګرهار کې دیني عالمان  د وسله والو له لوري وروسیتو بریدونو اومرموزو وژنو ډارکړی.

دیني عالمان وایي، اوس دخپل سر ساتلوپه خاطرپه ډېر شمېرعلما رسمي دندو او مسجدونو ته نه ځي.

هلته دیني عالمان وژل کېږي او څوک یې مسؤلیت هم نه مني چې اندېښنې یې زیاتې کړي.

ننګرهار والي بیا ویلي دیني عالمان په دوه ډلو وېشل شوي او خپلو کې یوبل وژني.

ننګرهار کې دیني عالمانو زنځیري وژنې زیاتې شوي، چې خلک یې د جګړې بل خطرناک اړخ بولي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس مولوي داوود مجاهد د علماوو وژنې مرموزې بولي او نه پوهېږي، چې ولې وروستیو کې دیني عالمان هدف ګرځول شوي.

دیني عالمان وایي، وروستیو وژنو سخت ډار کړي او اوس په ډېر شمېر دیني عالمان رسمي دندو او آن مسجدونو ته نه ورځي.

دوی وایي، تل یې د شته نظام ملاتړ کړی؛ خو بېرته په نېمه لار پرېښودل شوي دي.

د ننګرهار والي بیا وایي، دلته دیني عالمان په دوه ډول وېشل شوي او یو د بل پرضد تبلغات کوي چې ډېره کله یې په مرګ تمامېږي.

امنیه قومندان عبدالرقیب مبارز راسره په خبرو کې ویلي د نورو وګړو سربېره یې د دیني عالمانو امنیت خونديتوب لپاره کار پیل کړی دی.

عام خلک بیا دا د جګړې بل پیل یادوي او له مسولو چارواکو غواړي چې د نورو وګړو امنیت سربېره دې د دیني عالمانو امنیت په برخه کې کارنده ګامونه واخلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist