Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار کې له سېلاب ځپلو سره تر اوسه مرسته نه ده شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/28

په ننګرهار ولایت کې د روانې اوونۍ د سخت ورښت له امله په ګڼو ولسوالیو کې خونړي سېلابونه راوتلي دي، چې خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي. 

د یاد ولایت  بټي کوټ ولسوالۍ کې د ورښت او سېلابونو د نورو  ولسوالیو پرتله ډېر مالي ځاني زیانونه اړولي دي. 

ځايي خلک وایي،که څه هم سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او مالونه یې له منځه تللي،خو پر درېیمه  ورځ هم ورته څوک د مرستو لپاره نه دي ورغلي.

د بټي کوټ ولسوالۍ د لوړټۍ سیمې یو تن اوسېدونکی وايي:« دلته له سېلاب ځپلو سره تراوسه پورې د نه حکومت او نه هم د کومې خیریه موسسې له لوري مرستې شوي دي. حکومت چارواکي لا تر اوسه سیمې ته هم نه دي راغلي او پوښتنه یې نه ده کړې،چې څوک یې وړي او که نه؟» 

هغوی چې د ډېرو دروازې یې له لومړۍ ورځې تر دې دمه د مرستو په موخه ټکولي وایي، لا هم زرګونه خلک چې مینې او د ژوند تېرولو لپاره شته امکانات ترې سېلابونو وړي،د اوړي په دې سوزوونکي ګرمۍ کې تر شنه اسمان لاندې پاتې دي.

دوی وايي، یوازې د خلکو نومونه لیست شوي او تر دې دمه د هېڅ ډول لومړنیو مرستو څرک نه لګېږي.

د بټي کوټ ولسوالۍ یو تن سېلاب ځپلی وايي:«کور کې مې درې خونې وې،چې سېلابونو وېجاړې او ټول توکي یې وړي دي، هېڅ هم نه دې راپاتې. یوازې مو ځانونه ترې وساتل،نور د کور توکي ټول اوبو یوړول.»

د بټي کوټ ولسوالۍ یو بل سېلاب ځپلی وايي:« ډېر کسان راغلل، یوازې نومونه یې ولیکل او بېرته ولاړل. له موږ سره تر اوسه پورې چا مرسته نه ده کړې. ماشومان مو بل ځای ته انتقال کړي دي.کور مې ټول سېلاب وېجاړ کړ، یوه خونه هم په کې جوړه نه ده پاتې.»

د ځایي خلکو په خبره،که د بټي کوټ په هغو سیمو کې چې خلک یې ځپل شوي، پاکو اوبو، خوراکي توکو او روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی پیدا نه کړي، نو په ګڼو ناروغیو به اخته شي او یو بل ناورین به رامنځ ته شي.

خلک پر اسلامي امارت  او خیریه بنسټونو غږ کوي،چې څومره ژر کېدای شي خلکو ته دې لومړنۍ مرستې ورسوي.

د بټي کوټ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« په دې سیمه کې سېلاب ټولې څاګانې له منځه وړي او خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. که کومه څاه پاتې وي،د هغې اوبه هم د استفادې وړ نه د ي. څوک،چې له هغې استفاده کوي، جلدي ناروغۍ په کې زیاتې شوي دي.» 

خو د یاد ولایت بیړنیو پیښو ته د رسیدو ادارې ویاند ادریس ساپی وايي، د همکارو موسسو پر مټ یې په هغو سیمو کې سروې کول پيل کړې، چې ځپل شوي او له بشپړېدو وروسته به مرستې وکړي.

ساپي زیاته کړه:« د ننګرهار ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست د ځپل شویو کورنیو سروې د همکارو موسسو په مرسته پیل کړې ده. هڅه کېږي،چې د ورځې تر پایه پورې سېلاب ځپلو کورنیو ته مرستې ورسېږي. په ساحه کې چې هره ورځ سروې کېږي، هڅه مو دا ده،چې په هماغه ورځ بېړنۍ مرستې ځپلو شویو کورنیو ته ورسېږي.» 

ننګرهار کې د لا نورو ورښتونو اټکل په داسې وخت کې کېږي،چې لا د تېر ورښت او سېلابونو له امله زیانمن شوي خلک په خپل حال پاتې دي او د ژوند لومړیو امکاناتو ته هم لاس رسی نه لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist