Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار کې د هوټلونو مسوولین: کاروبار مو د تېر پرتله خورا خراب شوی 

admin by admin
2021/09/09

په ختیځ  ننګرهار ولایت کې  وروستي وضعیت لکه د نورو کارونو  پر څېر د هوټلونو پر کاروبار هم اغیز کړی دی.

د هوټلونو مسوولین  وايي، اوس ورته د پخوا  پرتله ډېر کم خلک راځي او په خبره یې هغه توکي،چې دوی یې کاروي،په نرخونو کې یې ډېر لوړ والی راغلی دی،که یې په زاړه نرخ وپلوري، دوی ته د ورځې مصرف هم نه پوره کوي.

د هوټلونو مسوولین وايي، کارونه یې پر خلکو پورې تړلي،که د خلکو ژوند ښه شي، دلته ډوډۍ خوړلو ته راځي،خو په خبره یې په وروستیو کې د خلکو معاشونه بند دي، کارونه یې خراب دي،نو همدې وضعیت د دوی په کارونو هم بد تاثر کړی دی.

ننګرهار کې د یوه هوټل مسوول وايي:«پخواني خوندونه،خو نه شته دی. د اوس لپاره بازارونه ډېر خراب دي،واړاندې به مو غوړي په اته نهه سوه اخېستل،خو  اوس یې پر ۱۴۰۰ اخلو،غوښه او کرایه ګانې هم همداسې واخله. موږ پرې خپل مصارف هم نه شو، پوره کولای، په وروستسو کې باقي یو.»

ننګرهار کې د یوه هوټل مسوول وايي:« د پخوا پرتله کارونه کم شوي دي.مخکې کارونه روزګارونه او ژوند ښه و، خو اوس کارونه بند دي، معاشونه بند دي. زموږ کارونه هم له خلکو سره تړلي دي، که د خلکو اقتصاد ښه وي،نو زموږ کار هم ورسره ښه وي.»

اخوا بیا د یوه بل هوټل مسوول  وايي، ورسره شته شاګردان یې په دې موخه رخصت کړي، چې نه یې شو کولای، د ورځې مزدوري ورکړي.

بل پلو یو بل هوټل مسوول وايي، د اته زره افغانیو  باندې خوراکي توکي یې راوړي، خو په خبره یې، بېرته پرې پنځه رزه هم پوره کولای نه شي.

یو تن کباب پلورونکی وايي:« ستونزې بېخي زیاتې دي،همدا اوس زموږ په دوکان کې درې شاګردان دي،چې مخکې اته و، د کار نه شتون له امله مو ورته رخصت ورکړو.کاروبار خراب دی،هغه د شاګردانو مصرف نه پوره کوي، نو اړ شولو،چې هغه شاګردان،چې دلته راسره مصروف ول، اوس مو کم کړي دي.»

یو تن کباب پلورونکی وايي:« دا ستونزه ده،چې اووه اته زره مصرف وکړو،بېرته پرې پنځه شپږ زره نه شو پوره کولی.که مخکې به یو چا یو کیلو کباب وړو اوس پاو هم نه وړي. له کومې ورځې چې نوی حکومت راغلی دی، ما تر اوسه پورې خپل مصرف هم نه دی پوره کړی. زه همدا اوس خپله په تاوان کې روان یم.»

خو د اسلامي امارت مشران  بیا ډاډ ورکوي،چې په هېواد کې د وضعیت په تازه بدلیدو سره به تر یو وخت ستونزې موجود وي، خو په خبره یې، د روښانه راتلونکې لپاره یې لاس په کار دي او هڅې کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist