Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/26

ننګرهار کې د مېوه نیوونکو بوټو یو شمېر پلورونکي وایي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، په دې ولایت کې د امونو، کېلو او کینو په ګډون د هغو باغونو جوړولو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې چې له بهر څخه واردېږي.

د دوی په خبره، ډېری خلک هڅه کوي  په تدریجي ډول په کور دننه د یادو مېوو تولید زیات کړي او پر واردېدونکو مېوو تکیه کمه کړي.

د بوټو پلورونکی ګل حکیم وايي: « موږ دلته کوشش کوو د هغو مېوو لکه امونو، کینو، کېلو او مالټو په ګډون د هغو بوټو بدیل بوټي تربیه کړو چې له پاکستان څخه راتللې.»

د بوټو پلورونکی نجیب الله وايي: « موږ تېر کال هم د دغو بوټو نیالګي تيار کړي وو، خو سږ کال مو زیات بوټي تیار کړي. دغو نیالګیو ته د خلکو تقاضا زیاته ده او هرڅو غواړي باغونه یې جوړ کړي.»

د بوټو پلورونکي ټینګار کوي چې د دې برخې د لا پراختیا لپاره جدي ملاتړ ته اړتیا لري.

 د دوی په خبره، د اصلاح شویو تخمونو نه شتوالی، د مسلکي روزنې کمښت او د ګلخانو او اوبو د مدیریت ستونزې هغه څه دي چې بزګران او بڼوال ورسره لاس په ګرېوان دي.

دوی له اړوندو ادارو غواړي چې د عصري کرنې په برخه کې روزنیزو پروګرامونو ورته برابر کړي او همداراز د اوبو منظم سیسټمونه او د لوړ کیفیت لرونکو نیالګیو د برابرولو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

د نرسرۍ مالک راز محمد وايي: « که کرنې ریاست څخه غوښتنه کوو چې موږ ته دلته د اوبو، برېښنا او شنو خونو زمینه برابره کړي. همدارنګه زموږ ځینې کسان د ګلخانو جوړولو ته هم اړتیا لري؛ هیله ده پاملرنه وشي.»

د نرسرۍ مالک محمود وايي: « موږ له حکومت غوښتنه کوو چې د دې بوټو په اړه موږ ته روزنه راکړي، د اوبو زمینه راته برابره کړي او شنې خونې راته جوړې کړي.»

بله خوا، د ننګرهار کرنې ریاست مسوولین وايي، د سټروسو پر ۶۶ ډولونو یې څېړنې روانې دي چې کینو هم په کې شامله ده.

د دوی په خبره، له کرنې وزارت سره په همغږۍ د امونو او کېلو د ترویج او د اصلاح شویو نسلونو د روزنې چارې پیل شوې دي، ترڅو بزګرانو ته معیاري او حاصل ورکونکي نیالګي برابر شي.

د مسوولینو په وینا، د نرسریو د پیاوړتیا لپاره د روزنیزو پروګرامونو پلان هم شته او خصوصي سکټور ته هم په کې ونډه ورکړل شوې ده.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني وايي: « موږ دا مهال په ۶۶ ډوله سټروسو کار کوو چې په کې کینو هم شامله ده. موږ کوښښ کوو هغه بوټي پیدا کړو چې د افغانستان او په ځانګړې توګه د ننګرهار له شرایطو سره سمون ولري. همدارنګه د امونو او کېلو په اړه هم له وزارت سره پلانونه شریک شوي او پلان لرو چې راتلونکي کې د امونو او کېلو نیالګي هم تربیه کړو.»

د کرنې متخصصانو په باور، ننګرهار د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د تود اقلیم له امله د سټروسو، امونو او کېلو د کرکیلې لپاره مناسب شرایط لري او که په دې برخه کې د پانګوالو او بڼوالو ملاتړ وشي، د یادو مېوو له وارداتو مخنیوی کېدای شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist