ننګرهار کې د طب په برخه کې د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ، په یوه کنفرانس کې ۴۴ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې.
مسوولین وایي، په دغو څېړنو کې د معالجوي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ بېلابېلې برخې څېړل شوې دي چې د روغتیايي سیسټم د لا ښه والي او پرمختګ لپاره به ترې ګټه واخستل شي.
د څیړنیز کنفرانس سمبالګر سید شمس الدین همت وايي: « دا څېړنې د معالجوي طب، غاښونو او طبي ټکنالوژۍ په برخو کې د هغو استادانو له خوا شوې چې یا تخصص لري او یا هم علمي رتبه لري. دا څېړنې د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال له پيل راهیسې تکمیل شوې دي.»
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا د طبي څېړنو ارزښت مهم بولي او وایي، دا ډول څېړنې کولی شي د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په لوړولو او په طبي برخه کې د نویو لارو چارو او نوښتونو په رامنځته کولو کې اغېز ولري.
د ننګرهار عامې روغتیا رییس امین الله شریف وايي: « دا ډول څېړنې زموږ د صحي برخې د پرمختګ او ودې لپاره زمینه برابروي. همدارنګه دا ډول څېړنې کولی شي زموږ د صحت وزارت د ملا تیر لا مظبوط کړي.»
بله خوا، هغه متخصصان چې په یادو طبي برخو کې یې څېړنې کړې، ټینګار کوي چې د څېړنو پایلې یې باید یوازې د کنفرانسونو تر کچې محدودې پاتې نه شي بلکې په عملي ډګر کې دې ترې ګټه واخستل شي.
څېړونکي همداراز غوښتنه کوي چې د طبي علومو په برخه کې دې ورته څېړنیز کنفرانسونه په دوامداره توګه جوړ شي، ترڅو د روغتیايي ستونزو موندلو او د هغو لپاره د مناسبو حللارو وړاندې کولو ته زمینه برابره شي.
څیړونکی شفیق الله عطیش وايي: « که چېرې دا څېړنې زموږ د طب محصلین، طبي پرسونل او په ځانګړې توګه پالیسي جوړوونکي مطالعه کړي او په دې څېړنو کې وړاندې شوې حل لارې په خپلو پالیسیو کې شاملې کړي، بېله شکه مثبت اغېز لري او ټولنه به ترې ګټمنه شي.»
څېړونکی سعادت مومند وايي: « موږ د عامې روغتیا له دولتي سکټور او دغه راز خصوصي سکټور څخه غوښتنه کوو چې څېړنیزې برخې ته لا پاملرنه وکړي، دا ډول نورې کنفرانسونه جوړ کړي، ترڅو د ټولنې روغتیايي ستونزو ته حل لارې پيدا شي.»
طبي څېړنې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره د نویو لارو موندلو او د روغتیايي سیسټم د ستونزو د حل لپاره مهمې بلل کېږي.
د طب برخې کارپوهانو په باور، د طبي علومو په بېلابېلو برخو کې د څېړنو وړاندې کول د دې لپاره زمینه برابروي چې د روغتیا په برخه کې شته ستونزې په علمي ډول وڅېړل شي او د څېړنو له پایلو څخه په عملي ډګر کې ګټه واخستل شي.