Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د شولو حاصلات ډېرېدل له اندېښنو سره مل دي

ننګرهار کې د شولو حاصلات ډېرېدل له اندېښنو سره مل دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/26

عزم ګل د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکي دی او پرخپله دوه جرېبه ځمکه یې د شولو کر کړی. دی وايي، حاصلات یې د تېرو کالونو په پرتله ځکه ډېر شوي چې فصل یې له نباتي آفتونو خوندي پاتی شوی.

د ده په خبره، د حاصلاتو له زیاتوالي سره سره بیا هم د ښې ګټې تمه ځکه نه لري چې د  حاصلاتو لپاره یې مناسب بازار نه شته.

د شولو کروندګر عزم ګل وايي: « سږ کال زموږ حاصلات نسبت نورو کالونو ته ځکه ښه وو چې سږ کال د آفتونو، باد او باران مخنیوی وشو. زه بیا هم د یوه دهقان په صفت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له ریاست هیله او غوښتنه لرم چې موږ ته اصلاح شوي تخمونه او عصري ماشینري راکړي.»

د شولو دا کروندګر ډاډ ورکوي چې که مسوولین د پروسېس منظم سیسټم، بازار موندنې او اصلاح شویو تخمونو په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي، دوی کولی شي چې افغانستان د وریجو د تولید له پلوه پر ځان بسیا او د نورو هېوادونو د ورته جنس واردات را کم کړي.
کروندګرعزم ګل وايي: « افغانستان کې د شولو حاصلات ښه دي او کروندګر ټوله هڅه کوي چې ډېر حاصل تلاسه کړي، خو له موږ سره د پروسېس سیسټم نه شته، له همدې امله خلک د پاکستان او هند وریجه من په ۷۰۰ افغانۍ اخلي  او زموږ په ۳۰۰ افغانۍ. له دولت غوښتنه کوو چې د پروسېس ماشینري برابره کړي او بازار موندنه وکړي.»

د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي بیا وايي، سږ کال د ننګرهار په ۱۵ ولسوالیو کې د شولو کر شوی او د اټکل له مخې به ترې نږدې ۴۶ زره مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شي.

د مسوولینو په خبره، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو ورکړې او د شولو پروسېس لپاره د منظمو ماشینونو برابرېدو په برخه کې د دوی هڅې تر پخوا زیاتې شوې دي.

د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني وايي: « سږ کال به د اټکل له مخې ۴۵ زره ۸۷۵.۵ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا کروندګرو ته په ولسوالیو کې شولې کرو، ترڅو موږ له محلي تخمونو او محلي کرکیلې څخه ووځو او خپله کرنه عصري کړو، ترڅو هم زموږ حاصل زیات شي او هم د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.»

افغانستان کې خلک تر غنمو وروسته وریجې ډېرې مصرفوي او که د حاصلاتو زیاتوالي سربېره یې د پروسېس لپاره منظم ماشینونه هم برابر شي، ښايي هېواد په دې برخه کې پرځان بسیا یا یې لږترلږه د وارداتو اندازه را کمه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist