وسله والو کسانو تېره شپه د جلال آباد ښار اوومې حوزې اړوند چکنورۍ سیمه کې یوه کورته تر اوښتو وروسته درې مېرمنې په ډزو وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاء لله خوګیاڼی وايي، وسله وال کسان پرون شپه یوه کور ته دننه شوي، یوه مور او دوه لوڼې یې په ډزو وژلي دي.
خوګیاڼی زیاتوي، پېښه د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې.
هغه وايي، د پېښې په اړه د وژل شويو مېرمنو د کورنۍ له خوا ښودل شوی يو تن نيول شوی او د دوو تنو نورو د نيولو هڅې روانې دي.











