Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د خرما د حاصلاتو ډېرولو هڅې پیل شوې

ننګرهار کې د خرما د حاصلاتو ډېرولو هڅې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/12

د ننګرهار وادي کرنیز دولتي شرکت اړوند فارم هډې خرما بڼ کې دا مهال ۲ زره ۷۰۰ خرما ونې لري چې د مسوولینو په خبره، د اټکل له مخې به ترې له ۱۹ تر ۲۲ ټنو خرما راټوله شي.

مسوولین وايي، تېر کال د دې بڼ حاصلات د ږلۍ او توپانونو له امله زیانمن شوي وو.
د ننګرهار وادي کرنیز دولتي شرکت ویاند سید همایون غریبمل وايي: « سږ کال به انشاالله د اټکل له مخې له دې باغونو له ۱۹ تر ۲۲ ټنو د خرما حاصلات راټول کړو.»

د خرما بڼ مسوولینو د مالوماتو پر اساس، اوس مهال په دې بڼ کې د خرما د بوټو له شپږو ډولونو هرکال حاصل راټولوي او په خبره یې، د خرما له همدغو شپږو ډولولونو له بوټو یې ۲۵ جریبه نوی باغ هم جوړ کړي دي.

د هډې فارم د خرما بڼ مسوول عبد القیوم اطرافي وايي: « فعلا ۲ زره ۷۰۰ ونې وې چې له ډلې یې موږ یو څو وایستې او په نوي باغ کې مو ځای پرځای کړې. دلته په دې باغ کې شپږ ډوله خرما شته ده.»

په دې بڼ کې پر کار بوخت کارګران  وايي، ننګرهار د خرما بوټو د کرنې لپاره مناسبه خاوره او هوا لري او که په دې برخه کې پاملرنه زیاته شي، نو شونې ده چې دا ولایت د خرما میوې په برخه کې خودکفا شي.

د خرما بڼ کارګر زرجان وايي: « باید د هر ډول او نسل خرما باغونه ډېر کړو، ترڅو له نورو ځایونو خرما وارده نه کړو بلکې موږ خپله خرما نورو هېوادونو ته صادره کړو.»

یو بل کارګر عبد المبین وايي: « کومه خرما چې له پاکستان، ایران او سعودي عرب راځي، موږ باید د دې خرما په مقابل کې د هغوی مخنیوی وکړو. موږ له حکومت تقاضا لرو چې د خرما باغونه زیات کړي.»

کارګر شېر افضل وايي: « که د خرما باغونه لا ډېر شي، خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي او هم به د خارجي خرما په ځای خپله خرما ولرو.»

خو مسولین بیا وايي، د خرما باغونو پراختیا ته ژمن دي او توانېدلي چې د همدې باغ له ونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له ۶۰ تر ۷۰ پورې د خلکو لپاره شخصي باغونه هم جوړ کړي.

د هډې فارم د خرما بڼ مسوول عبد القیوم اطرافي زیاتوي: « موږ په ټول افغانستان کې له ۶۰ تر ۷۰ شخصي باغونه خلکو ته جوړ کړل، په راتلونکي کې هم له ۶ تر ۹ زرو پورې نوي بوټي تربیه کړي چې را روان کال به هېوادونو ته ورکړل شي. دغه راز پلان لرو چې د باغونو پراختیا لپاره کار وکړو.»

اوسمهال د افغانستان په بازارنو کې د پاکستان، ایران او سعودي عربستان وارېدېدونکې خرما پلورل کېږي، خو باور دا دی چې که د خرما بڼونو پراختیا ته پاملرنه زیاته شي، تمه شته چې افغانستان په یاده برخه کې پر ځان بسیا شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist