Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د تېر کال پرتله د ګلابو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

ننګرهار کې د تېر کال پرتله د ګلابو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/15

د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ د ستن سیمه کې د لسګونه ځايي کروندګرو له لوري شاوخوا یوه نیمه لسیزه وړاندې د یوې بهرنۍ کرنیزې پروژې په مالي همکارۍ اصلي ګلاب کرل شوي.

که څه هم د ګلابو کروندګر د خپل کښت له حاصلاتو خوښ دي؛ خو وايي د ګلابو د ټولولو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي او غوښتنه کوي، چې د ګلابو ټولونې وسایلو ترڅنګ دې ورسره د اصلاح شویو تخمونو مرستې هم وشي.

کروندګرعبدالحلیم وايي: « مخکې مې غنم او جوار کرل تر دې ډېر مخکې کوکنار هم خلکو کرل، ما هم تر یوه وخته پورې کرل، اوس د الله فضل دی د ګلاب ګلانو دا پروژه راغله او همدا کرو او ډېر ترې خوښ یو.»

یو بل کروندګرغلام الرحمان نوري وايي: « خلکو ته اصلاح شوي توخمونه ورکول کېدل، لکه د ترکاریو او پیازو چې د ګلانو ترمنځ یې وکري، همداسې نور توخمونه او وسایل وخت پر وخت ورکول کېدل او اوس هم غواړو موږ سره د دې توخمونو مرسته وشي.»

کروندګر وايي، په دې وروستیو کې یې د ګلابو د پېر بازار کم‌رنګه شوی، چې له مسوولو چارواکو او اړوندو مرستندویه موسسو ورته د بازار موندنې او د دې پروژې د لا پراختیا غوښتنه کوي.

کروندګرعبدالمالک وايي: « نړیوالو ته دې زموږ د ګلابو حاصلات، عطر او درمل وړاندې شي او دې ته د بازار موندنه وشي.»

یو بل کروندګر مسلم علي وايي: « له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې دغسې پروژو ته پاملرنه وکړي او دا پروژې پراخه کړي. ډېری کروندګر داسې دي چې د ګلابو د کښت لېواله دي خو اوس دا پروژې کمې شوې دي؛ نو دا پروژې باید پراخه شي.»

په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مشر مولوي محمد ولي محسن وايي، د تېر کال پرتله په دغه ولایت کې د ګلابو په حاصل کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او زیاتوي، چې د اړوندو مرستندویه ادارو پر مټ به د ګلابو د کروندګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

محسن زیاتوي: « سږکال به د اټکل له مخې، ۱۶۰ مټریک ټنه حاصل ورکړي ان شاءالله. تېر کال په ۳۵۰ جریبه ځمکه کې کرل شوي و چې ۱۰۵ مټریک ټنه حاصل یې ورکړی و؛ نو په دې اساس ان شاءالله موږ دوی ته هغه وسایل چې اړین دي په دې برخه کې به مرستې او همکاري کوو.»

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالوماتو له مخې، دا مهال د دغه ولایت په دره نور، سپین غر او اچین ولسوالیو کې د اصلي ګلابو بڼونه جوړ دي، چې له ګلابو یې درمل او عطر جوړېږي او هېواد کې ترې د ګټې اخېستنې سربېره بهرنیو هېوادونو ته هم لېږدول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist