Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د افغانستان د اقتصادي ودې او کورني اقتصاد په نوم علمي کنفرانس پیل شو

ننګرهار کې د افغانستان د اقتصادي ودې او کورني اقتصاد په نوم علمي کنفرانس پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/30

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو او یو شمېر بهرنیو هېوادونو د مطرحو پوهنتونونو څېړونکي په ننګرهار ولایت کې سره راټول شوي او پر دې بحث کوي چې څنګه کولی شي د افغانستان کورني اقتصاد ته دوامداره پرمختګ ورکړي.

په دې کنفرانس کې څېړونکو کرنه، مالداري او کوچني کاروبارونه د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم  وبلل او پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.

څیړونکی جواد خوشحال وايي: « کولی شو ووایو چې د افغانستان اصلي اقتصاد، کورنی اقتصاد دی. په کورني اقتصاد کې د افغانستان کرنه، مالداري، کورني تولیدات، کوچني کاروبارونه او نور شامل دي.»

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست دغه ډول کنفرانسونه په اقتصادي وده کې مهم بولي او ډاډ ورکوي چې د دې کنفرانسونو علمي پایلې به د بېوزلۍ په مخنیوي کې اغېزناکې تمامې شي.

شیخ ندا محمد ندیم وايي، د سرپرست حکومت له مشرتابه  یې وزارتونو کې د داسې علمي څېړنو د پایلو عملي کولو اجازه هم ترلاسه کړې او وزارتونه به د پلانونو او پالیسیو په جوړولو کې ترې ګټه پورته کوي.

ندیم په دې اړه وايي:« هغه سکټوري وزارتونه چې زموږ د استادانو له علمي استعداد سره د دوی کار دی، زموږ نظام باید د دې استادانو له وړتیاوو ګټه واخلي. آیا دلته نه پیدا کېږي چې د ښاروالۍ لپاره انجینر له خارج راوړل کېږي؟ زموږ د استادانو له وړتیاوو او استعدادونو دې استفاده وشي، ترڅو د دوی له ظرفیتونو ګټه پورته شي.»

د ننګرهار ځايي مسوولین یو ځل بیا پر بهر مېشتو پانګوالو غږ وکړ چې په کوردننه پانګونه به يې کاري زمینې ډېرې کړي.

د ننګرهار ولایت مرستیال مولوي عزیز الله مصطفی وايي: « کله چې زموږ کورني تولیدات زیات شي، زموږ اقتصاد خپله وده کوي؛ ځکه چې موږ دا تولیدات بهرنیو هېوادونو ته صادروو او په بدل کې یې موږ ته پيسې راځي. کله چې جیب ډک شي، بیا هرڅه کېږي. په دې سره به د افغانستان ټولې بدبختۍ خلاصې شي، له هجرتونو به راوګرځو او ځوانان به مو د کبانو خوراک نه کېږي.»

د دې علمي کنفرانس د لومړۍ ورځې د مقالو له پایلو ښکاري چې له انساني قوې او هېواد کې له  شته سرچینو د سالمې ګټې اخیستنې سربېره کرنې، مالدارۍ او اوبو مدیریت ته پاملرنه د هېواد اقتصاد ته وده ورکولی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist