Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار کې خلک له لوړو نرخو شکایت کوي

admin by admin
2020/01/08

د ننګرهار اوسیدونکي شکایت کوي چې مسوولین په نرخونو کنټرول نه لري او هر چا پخپله خوښه نرخونه ټاکلي دي.

ننګرهارکې خلکو شکایت کړی، چې د کلدارو بندېدو سره په بازارکې د توکو نرخونه دوه برابره لوړ شوي دي.

خلکو ویلي،هټۍ وال او موټړ چلوونکي دنرخونو په برخه کې پر ولس ظلم کوي او مسؤلین د نرخونو په کنټرول کې پاتې بولي.

ولایتي اداره وایي، تر پخوا په بازار کې نرخونه تر یوه بریده کنټرول دي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې چاته زیاتې پیسې ورنه کړي.

له دې سره جوښت نیوکې دي، چې ګني هټۍ وال او موټر چلوونکي پر ولس ظلم کوي او له خلکو اوس هم د کلدارو په اندازه افغانۍ اخلي چې خلک یې سخت تاواني کړي دي.

ځایي خلک وایي، مسؤلین په نرخونو څار نه لري او په بازار کې خپلسري روانه ده.

ننګرهار والي وایي،ترپخوا په بازار کې دتوکو بیې کنټرول شوي او له خلکو غواړي چې د ټاکل شوې نرخنامې چاته ډېرې پیسې ورنه کړي.

شاه محمود میاخېل دنرخونوپه کنټرول کې هم دولس مبارزه مهمه بولي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل داسې وویل (( کله چې په یو ولایت یا سیمه کې دغسې یو لوی کمپاین پيلیږي، چې د کلدارو پر ځای افغانۍ په کې رایج شي طبیعي ده چې ستونزه به وي او ځینې کسان قصدا غواړي سو استفاده وکړي، خو د ستونزې د حل لپاره کمیسیونونه ټاکل شوي او همدا اوس عملاً په بازارونو کې ګرځي نرخونه کنټرولوي. زما غوښتنه هم له خلکو دا ده چې زیاتې پيسې دې چاته نه ورکوي او د  نرخنامو په اساس دې د توکو او لارې کرایو پيسې پرې کړي.))

د ولس استازي بیا د چارواکو پر ځای د ولس له نیوکو سره په یوه نظر دي.

د ولایتي شورا مرستیال محمد اجمل عمر د نرخونو په کنټرول کې مسؤلین ناکام یادوي.

د افغانیو چلښت اوس په بازار کې عام شوی او کلدارې بندې شوې دي.

خلک وایي، مسؤلین دې د نرخونو په کنټرول کې هم له جدیت کار واخلي او هغوی دې جریمه کړي، چې د توکو په بیو کې پر وسل ظلم کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist