Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې تر کوره د اسنادو رسولو پوسټي خدمات پیل شول

ننګرهار کې تر کوره د اسنادو رسولو پوسټي خدمات پیل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/10

د افغان پوسټ شرکت له خوا ننګرهار کې تر کوره خلکو ته د پاسپورټونو، تعلیمي او تحصیلي سندونو او نورو اسنادو رسولو پوسټي خدمات پيل شول. مسوولین وايي، تر کوره د اسنادو او پاسپورټونو رسول د غوښتونکو په خوښې پورې اړه لري او د دوی په غوښتنه به تر کوره وروړل کېږي؛ ځکه چې شرکت  د دې خدمت په بدل کې سل افغانۍ اخلي.

ننګرهار کې د افغان پوسټ شرکت آمر ډاکټر نصیر احمد پاچا وايي: « نن د ننګرهار ولایت یو ځوان راځي او خپل اسناد د کمو پیسو په بدل کې تسليموي، دا اسناد بیا تر اړوند وزارت پورې ځي او د وزیر په لاس تر لاسلیک کېدو وروسته بېرته د دې کس کور ته وروړل کېږي.»

مسوولینو په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، تر پخوا يې اوس خدمات پراخ شوي او په خبره يې، اوس مهال۳۶۰ مرکزونو په لرلو سره په ۲۰ برخو پستي خدمات وړاندې کوي.

د افغان پوسټ شرکت عمومي رییس رحمت الله مکي وايي: « په ټول افغانستان کې د افغان پوسټ ۳۶۰ مرکزونه فعال دي. د اسلامي امارت له راتګ څخه وړاندې افغان پوسټ کې ۸ ډوله خدمات وړاندې کېدل، خو اوس ۲۰ ډوله خدمتونه وړاندې کوي.»

ننګرهار مېشتي د افغان پوسټ له خوا د دا ډول خدماتو پیل ته خوښ دي، خو ټینګار کوي چې په ټولو دولتي او خصوصي ادارو کې باید مراجعینو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د ننګرهار اوسېدونکی عابد وايي: « دا چې افغان پوسټ موږ ته د اسنادو رسولو خدمات پیل کړي، موږ له دې ډېر خوښ یو. پخوا به موږ د خپلو تحصیلي، هویتي او نورو اسنادو لپاره کابل ته تلو، هم ډېر وخت او هم ډېر لګښتونه پرې راتلل.»

د ننګرهار اوسېدونکی صاحب الله وايي: « مخکې به خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو، ځکه دوی به پسته خانو، وزارتونو او نورو ځایونو ته خپله پسې ګرځېدل؛ کله نا کله به اسناد هم ورک شول. دا یو ډېر ښه ګام دی، هیله ده حکومت نور هم دا ډول ښه ګامونه پورته کړي.»

د خلکو په باور، که په ټولو دولتي او خصوصي ادارو کې کارونه الکټرونیکي او د اسنادو انتقال په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، نو دې سره به هم خلک خپلو کارونو ته پر وخت رسېدنه وکړي او هم به د خپلو اسنادو د پروسېس لپاره له ډېرو لګښتونو خلاص شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist