Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې بزګران له بې کیفیته کرنیزو درملو او تخمونو شکایت کوي

ننګرهار کې بزګران له بې کیفیته کرنیزو درملو او تخمونو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/07

ننګرهار کې یو شمیر بزګران وايي، وروستیو کې بازار ته د بې کیفیته کرنیزو درملو او تخمونو واردول دوی له ستونزو سره مخ کړي او د ټول کال خواري یې په اوبو لاهو کړې.

دوی زیاتوي، د ځمکې په اړولو، تخم پېرلو او د درملو پاشلو درانه لګښتونه کوي، خو حاصلات هغسې نه وي چې د دوی تمه ده.

یو تن بزګر رحیم ګل وايي: « پر ځمکه خواري وکړو، خو د خراب تخم او بې کیفیته درملو له امله حاصلات خراب شي او موږ تش لاس پاتې شوو.»

د تراب په نوم بل بزګر بیا  وايي: « موږ ته وايي تخمونه اصلاح شوي، خو په اصل کې خراب وي. موږ دغه تخمونه وکرو او کال زحمت ورسره وباسو، خو کله چې د حاصل وخت شي، نیمايي حاصل هم نه ورکوي. د درملو هم همدا وضعیت دی، چې اخلو یې صفتونه یې نه خلاصېږي، خو نتیجه یې د حاصلاتو خرابي وي.»

بزګران ټینګار کوي چې اړوندې ادارې باید په دې برخه کې څارنه زیاته کړي او اجازه ور نه کړي چې هېواد ته بې کیفیته کرنیز درمل او تخمونه وارد شي.

بزګر تراب وايي:« باید د خرابو تخمونو او بې کیفتیه درملو مخنیوی وشي. موږ ته باید اصلاح شوي تخمونه راکړل شي. د بزګرانو همدا پوله او پټی دی. موږ د کورنۍ ټول غړي یو کال خواري وباسو، خو په پایله کې څه لاس ته نه راځي، موږ د اصلاحاتو او څارنې غوښتنه کوو.»

ولایتي مسوولین د ستونزې هوارولو ډاډ ورکوي او وايي، هېڅوک اجازه نه لري چې هېواد ته بې کیفیته کرنیز توکي وارد کړي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وايي، پر بازار څارنه لري او کرنیزو شرکتونو ورسره ژمنه کړې چې بې کیفیته توکي به نه واردوي.

محسن زیاته کړې: « خپلو بزګرانو ته ډاډ ورکوو چې د اصلاح شویو تخمونو او درملو په اړه مو خپل نظارت ډېر کړی. موږ له ټولو شرکتونو غوښتنه کړې چې د ښه کیفیت لرونکي تخمونه او درمل وارد کړي.»

د  محسن په خبره، تورخم کې پر ډېورنډ فرضي کرښه د کرنیزو توکو د قرنطین مدیریت لري او هر هغه کرنیز درمل او تخمونه له چاڼ، څارنې او ارزونې څخه تېرېږي چې هېواد ته راوړل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist