Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کرنې ریاست: روان کال به ۴.۷  میلیونه نوي نیالګي کېنول شي

ننګرهار کرنې ریاست: روان کال به ۴.۷  میلیونه نوي نیالګي کېنول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/28

د ننګرهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دې ولایت کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل کړ. د مسوولینو په خبره، په دې کمپاین کې به د ټول ولایت په کچه ۴.۷میلیونه نیالګي کېنول شي. مسوولین زیاتوي، په دې نیالګیو کې به مثمر او غیر مثمر نیالګي او زینتي بوټي شامل وي.

د ننګرهار کرنې او مالدراۍ رییس محمد ولي محسن وايي: « د ۴.۷  میلیونه مثمرو او غیر مثمرو نیالګیو او زینتي بوټو کېنولو کمپاین، یو نیالګی د ځان او بل د افغانستان لپاره تر شعار لاندې پيل شوی. زموږ هڅه دا ده چې په دې کمپاین کې ولسونه، شرکتونه، عام المنفعه نهادونه او دولتي ادارې برخه واخلي.»

مسوولین همدارنګه وايي، په دې بریالي شوي چې هم په حکومتي کچه او هم د خصوصي پانګه والو پرمټ، د نیالګیو روزنې پروسه پراخه او په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.

دوی وايي، پخوا به ډېری نیالګي له ګاونډیو  او د نړۍ له یو شمېر نورو هېوادونو وارېدېدل؛ خو په خبره یې، اوس دلته په ننګرهار کې روزل کېږي او  په دې برخه کې به نور پرمختګونه هم رامنځته شي.

د ننګرهار کرنې او مالدراۍ رییس په دې اړه وايي: « موږ د نیالګیو چمتو کولو لپاره شخصي او دولتي قوریې لرو، همدارنګه د کانال ریاست او د کرنې ریاست هم شته چې نیالګي یې کرلي او زموږ هېوادوالو ته به رسول کېږي او کارول کېږي. موږ په دې برخه کې نږدې شوي یو چې ځان بسیا شو او اړتیا نه وي چې له نورو هېوادونو نیالګي وارد کړو.»

د کرنې برخې کارپوهان وايي، د نیالګیو کېنول د هوا په پاکوالي او د چاپېریال په ښکلا کې مهم رول لري او باید ټول خلک د زرغون چاپېریال رامنځته کولو په موخه نیالګي کېنوي. دوی همداراز ټینګار کوي چې د نیالګیو کېنولو ترڅنګ یې پالنه او روزنه هم اړینه ده او دې برخې ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.

د کرنې برخې کارپوه مجاهد رحماني وايي: « ونې د ورځې اوکسیجن تولیدوي او د شپې له خوا کاربن ډای اوکسایډ جذبوي او په دې سره د چاپېریال او هوا په تصفیه کولو کې رول لري. همدارنګه ونې د هوا یخولو او ځمکې له تخریب څخه د مخنیوي په برخه کې هم رول لري.»

د کرنې برخې کارپوه محمد عظیم عظیمي وايي: « یوازې د ونو کېنول مهم نه دي بلکې له کېنولو وروسته د هغوی پالل، اوبه کول او ساتل هم مهم دي. مسوولین باید د کېنول شویو نیالګیو ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي.»

د نیالګیو پر کېنولو سربېره، د نیالګیو پر پالنې او روزنې ټینګار داسې مهال کېږي چې  هر کال میلیونه نیالګي د عامو خلکو او همدارنګه د حکومتي ادارو له خوا کېنول کېږي، خو د نه پاملرنې له امله یې ډېره برخه بېرته له منځه ځي او وچېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist