Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار د هډې فارم لسمه نمره کې د مالټو بڼونه جوړیږي

ننګرهار ښاریان: سوداګر او هټۍ وال خوراکي توکو ته خپل سري نرخونه ټاکي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/06

د ننګرهار یو شمېر ښاریان نیوکه کوي،چې سوداګر او هټۍ وال د راکړې ورکړې ټول بازار په ډالرو پورې تړي او په خپل سر توکو ته دومره لوړ نرخونه ټاکي،چې د اخېستلو وس یې نه لري.

 دوی وايي، اوس چې افغانۍ د ډالر پر وړاندې یې ارزښت لوړ شوی، بیا هم د توکو بیې نه دي راښکته شوي. 

ښاریان له مسولینو غوښتنه کوي،چې د خپل سریو مخه دې ونیسي او د څار ټیمونه دې جوړ کړي،ترڅو هټۍ وال سرغړونې ونه کړي.

د ننګرهار ښار یو تن اوسېدونکی وايي:«  که په اوس وخت کې بیو ته وګورو، نو د ښاریانو له وسه وتلې خبره ده. ښاریان نه شي، یو کېلو  غوړي واخلي. د یو کیلو غوړیو بیه،چې وړاندې په ۹۰۰ افغانۍ وه، اوس په ۱۵۰ افغانۍ ده.» 

د هټۍ والو په خبره،چې ډېری توکي په افغانۍ او کلدارې رانیسي،خو بیا یې نرخ له ډالرو سره تړي.

په هټیو کې ګڼ توکي په کلدارو رانیول شوي،خو هټۍ وال وایي،محصول یې ترې ګمرک کې په ډالرو اخېستل شوی،که څه هم توکي یې په کلدارو رانیولي.

یو تن هټۍ وال وايي:«   یو څه ګناه زموږ هم دی. موږ له دې ملت سره جفا کړې. موږ هم له دې ملت سره لوی خیانت کړی،ځکه موږ توکي پر افغانیو اخلو،خو کله چې ډالر پورته شي، ډالرو ته یې اړوو او پر لوړه بیه یې پلورو. تاسو که مخکې فکر کړی وي،۲۰ لیټره غوړي، په ۲۲۰۰ یا ۲۳۰۰ افغانۍ ول، خو کله چې ډالر پورته شول، ۲۰ لیټره غوړیو بیه  ۳۰۰۰ او ان ۳۳۰۰ ته ته لوړه شوه.»  

د جلال اباد ښاروالي هم ستونزه مني،چې د ښار په یو شمېر سیمو کې به سر غړونې شتون لري،خو په وینا یې چې نوې تګلاره یې جوړه کړې او له دې وروسته به څار کوي.

د ښاروالۍ مسولین وایي،ولسونه دې ورسره همکاري وکړي،سرغړوونکي دې ورته په ګوته کړي،چې دوی یې د کار ځایونه ورته د سر غړونې له امله تړي.

د ننګرهار  ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد وايي:« د بیو په اړه له کمېسیون سره ناسته شوې، سر له سبا به نوې نرخ نامې جوړوي،چې په کوم یوه کې بدلون راغلی دی. هغه چې ډالرو پورې اړه ولري، ډالر راښکته شوی، نو بیو کې یې هم بدلون راغلی دی. سر له سبا به نوې نرخ نامې جوړېږي.  موږ تېره اوونۍ هم نرخ نامې جوړې کړې وې،چې هغه په بازار کې د پلې کېدو وړ دي. ټول ټیمونه په همدې پسې ګرځي،ترڅو عملي یې کړي. نوې نرخ نامې به جوړېږي، نن ورباندې کار شوی دی. انشاء الله سبا به بازار ته وړاندې شي.»

له یوه لورې د نړیوالو بندېزونه،د کار نه شتون او یخ ژمی او له بل لوري د خوراکي توکو لوړ نرخونو ګڼ خلک دې ته اړ کړي،چې په نیمه خېټه ډوډۍ وخوري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي
افغانستان

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

جون 17, 2026
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې
افغانستان

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار وکړ
افغانستان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی
افغانستان

چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

جون 17, 2026
متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي
افغانستان

متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

جون 17, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist